کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د اکتوبر په ۷مه د مسکو فارمټ د اوومې ناستې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان کې د داعش په ګډون هېڅ بهرنۍ ترهګره ډله شتون نه لري او د بل هېواد پر ضد د افغانستان خاوره نه کارېږي.
نوموړي په هغو لورو نیوکه وکړه چې د وروستیو کلونو ثبات او ارامي د ستاینې پر ځای هڅه کوي افغانستان د سیمې لپاره د خطر په توګه معرفي کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړه، د نشهيي موادو کر او قاچاق په افغانستان کې تقریباً صفر ته رسېدلی، خو د سیمې په ځینو هېوادونو کې یې تولید او قاچاق زیات شوی دی او له ګاونډیو هېوادونو يې وغوښتل چې د يادو موضوعاتو په اړه خپلواکې څېړنې ترسره کړي او د حقایقو پر بنسټ خپل دریځونه روښانه کړي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانستونکې وینا کې وویل، مسکو ته د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې د درېیمو هېوادونو پوځي تاسیسات د منلو وړ نه دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې بهرنی پوځي حضور د سیمې د بېثباتۍ او نوو جګړو لامل کېږي او هېوادونه باید له تېرو تجربو زده کړه وکړي.