کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د انصارالله اسلامي غورځنګ د رهبری شورا غړي “حازم الاسد” ویلي، چې د یمن ولس به د غزې له مظلومو وروڼو سره تر پایه ولاړ وي او هېڅکله به یې یوازې پرېنږدي.
الاسد په یوه تازه وینا کې ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه د امت ګډه قضیه ده او د یمن دریځ به د مقاومت د محور ترڅنګ تل ثابت پاتې وي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غزې پر ضد د اسرائیلو روان یرغل د نړیوالو د وجدان ازموینه ده او که اسلامي امت یو موټی پاتې شي د صهیونیستي رژیم زوال حتمي ده.
ده له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطیني د ولس د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د اشغالګرو پر ضد سیاسي، اقتصادي او پوځي فشار زیات کړي.