امير خان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اووم پړاو کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د یادې غونډې په رسمي ډول برخه اخلي. په دې ناسته کې به د سیمې د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون ولري.

ټاکل شوې ده چې مولوي متقي به په غونډه کې د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا، همکارۍ او ثبات د ټینګښت په اړه د اسلامي امارت دریځ او لیدلوری وړاندې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button