سعيد جواد صيب
د غزې جګړه د اکتوبر په اوومه نېټه خپل دويم کال بشپړوي.داسې يوه جګړه چې يو بې دفاع ولس پکې له ۶۰ زرو پورته قربانيان ورکړل او دا لړۍ لا روانه ده.د تاريخ ډيرې کمې داسې جګړې پيښې شوې دي چې واکمنان او عام وګړي په يوه صف کې جګړه وکړي او يو ډول قرباني ورکړي.ددغه نادرو جګړو له ډلې يوه د غزې جګړه هم ده چې د حـ ـماس قيادت پکې د خپل ولس ترڅنګ خپل ځان او خپلې کورنۍ قرباني کړې.دا چې ۷ اکتوبر يو عاقلانه ګام وو که نا سنجول شوی احساساتي بريد؟په دې به وروسته تم شو،ځکه دا کيسه په روانه بې سارې مبارزه کې د يو جالي روايت قرباني ده او تر ډيره بريده د اسرائيلي روايت په سيوري کې تحليليږي.
د غزې جګړې ته د ټرمپ نوې طرحه..!
لومه که د ايمي حل؟!
له هغې ورځې چې امريکا کې ټرمپ ټاکنې ګټلي دي د منځني ختيځ په شمول په ټوله نړۍ کې د امريکا مخالفين نارامه دي.ټرمپ په ښکاره ډول چيغې وهي چې زه د سولې سفير او استازی يم خو لا يې د خپلې واکمنۍ کال نه دی پوره چې په اتو هیوادونو یې بریدونو ته شين څراغ روښانه کړی دی.له تهران نيولې تر وينزويلا پورې ګڼې الوتکې د امريکايي ګټو د خونديتوب په موخه بمونه وروي ترڅو امريکايي امپرياليسم وپايي.ټرمپ پکې خپل دفاع وزارت د جګړې په وزارت بدل کړ او په خليج کې د امريکايانو تر ټولو نيږدې دوست او ستر کوربه قطر يې هم د نتنياهو ډغرې ته ونيوه.
اسرائيل چې د ټرمپ په دې پله واکمنۍ کې څومره خلاص لاس بريدونه وکړل په خپل تير ۸۰ کلن تاريخ کې يې نه وو کړي.تهران،دوحه،غزه،لبنان او د يمن په شمول يې ګڼ شمير اسلامي هيوادونه د ټرمپ په ملاتړ او شين څراغ په نښه کړل خو ټرمپ پکې لا هم ځان د سولې سپينه کوتره بولي.
د سولې دې اسرائيلۍ سپينې کوترې (ټرمپ) له ځان سره د غزې د جګړې د حل په توګه اوس يوه بله طرحه راوړې ده چې دده په ټکو بهترينه ده او نه يوازې چې غزې،بلکې ټول منځني ختيځ ته به سوله او ټيکاو راوړي.
خو ښکاري چې د ټرمپ دا طرحه د يوې ستراتيژيکې او تاريخي شخړې حل نه دی بلکې د يوې بلې شخړې د زيږون پيلامه ده.
د ټرمپ طرحه د نتنياهو هغه لومه ده چې غواړي دده په لاس د غزې مقاومت ښکار کړي او داسې يو نوی منځنی ختيځ توليد کړي چې محض اسرائيلي ګټې پکې خوندي وي.داسې يو منځنی ختيخ چې نتنياهو پکې سر اعلی قومندان وي او له تهرانه تر رام الله يې بيا څوک مخې ته ونه دريږي.خو دا چې دا لومه به تر کومه بريالۍ شي وخت ته اړتيا ده.خو يوه خبره واضح ده چې د ټرمپ دا طرحه د فلسطيني ولس کړکيچ لا پسې اوږدوي او هيڅکله هم يوه داسې حل لاره نه ده چې سوله او ټيکاو دې راولي.
د ټرمپ طرحه کې څه دي؟!
ټرمپ خپله وروستۍ طرحه داسې مهال رسنيو ته را وويستله چې د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې وروسته يې له اسلامي هيوادونو سره د غزې د جګړې په اړه غونډه درلوده.کله چې ټرمپ د غزې په تړاو خپله طرحه رسنيزه کړه نو د پاکستان او مصر په شمول يو شمير هيوادونو وويل چې دا هغه طرحه نه ده چې له دوئ سره پرې توافق شوی وو،بلکې دا طرحه تعديل شوې ده.مصر په خپل وروستي غبرګون کې ويلي دي چې طرحه ډيرې نيمګړتياوې لري خو د روانې شخړې لپاره يو مناسب حل هم دی.
د ټرمپ دا طرحه وايي چې غزه کې بايد حـ ـماس او اس.ـلامي مـ.ـقاومت بې وسلې شي.د غزې مديريت به د امريکا په مشرۍ يو نړيوال ځواک کوي چې موقت مشر به يې د انګلستان پخوانی لومړی وزير ټوني بلير وي.حـ.ماس بايد ټول مړه او ژوندي اسرائيلي بنديان په ۷۲ ساعتونو کې خوشې کړي.په بدل کې به يې اسرائيل د حـ.ــماس پوځي قومندانانو او سرتيرو ته عامه بښنه وکړي او په تدريجي ډول به اسرائيلي پوځ شرائطو ته په کتو له غزې په شا شي.
خو د ټرمپ دا طرحه کټ مټ د اسرائيلي لومړي وزير هماغه طرحه ده چې مياشتې وړاندې يې دوحه کې مذاکره کونکي ټيم ته وړاندې کړې وه.فقط دومره توپير د ټرمپ دا نوې طرحه لري چې امريکا ويلي دي چې اسرائيل حق نه لري د محمود عباس تر ولکې لاندې غربي تړانګه د خپلې ولکې لاندې راولي او غزه هم د اسرائيلو برخه کيدای نشي.ټرمپ په خپله دې طرحه کې له خپلې هغه خبرې هم په شا شوی دی چې ويلي يې وو چې د غزې خلک بايد له غزې وشړل شي او چيرته په بل ځای کې ميشت شي.اوس وايي چې د غزې ولس حق لري چې په خپله جغرافيه کې پاتې شي.
طرحه که لومه؟
دمګړۍ د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستر لومړيتوب د نوبل د سولې جايزې ګټل دي.دده ټيم او کابينه وخت ناوخت همدا خبره کوي چې مونږ د هند او پاکستان،د ارمنستان او ازربايجان په شمول د ۷ هيوادونو ترمنځ شخړې حل کړې دي.نو همدا ده چې ټرمپ د نوبل د سولې د جايزې لپاره تر ټولو وړ او مناسب شخص دی.خو دده په وړاندې تر ټولو جدي ستونزه د غزې جګړه ده چې لا هم په ډيره بې رحمۍ روانه ده او ټرمپ پکې د نتنياهو ړوند او بې ساری ملاتړ کوي.همدا ده چې دی غواړي ددغه جايزې د ترلاسه کولو په موخه د غزې جګړې کې يو څو ګامونه پورته کړي.
په همدې ډول اسرائيلو کې هم ټاکنې په نيږدې کيدو دي او د اسرائيلو صدرا اعظم بنيامين نتنياهو (چې نړيواله جزائي محکمه يې د نيولو په لټه کې هم ده)غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې دده ګوند بريالی شي.نو ددغه برياليتوب لپاره اړينه ده چې د اسرائيلو په داخل کې هغه قهر چې دده د سياسي جګړې له امله راپورته شوی دی له منځه لاړ شي.دا قهر هله له منځه ځي چې له حـ.ـماس سره بندي اسرائيليان راخوشې شي،له يمن څخه راتلونکې ډرون الوتکې او ميزائيل ودريږي او اسرائيليان په داخلي ډول نسبي ثبات ترلاسه کړي.همدا ده چې نتنياهو غواړي له داخلي فشار څخه ځان وژغوري.دا ځکه چې د نتنياهو د حکومت پر ضد هره ورځ زرګونه اسرائليان لاريونونه کوي او له ده غواړي چې د غزې جګړې پایته ورسوي،ترڅو بنديان خوشې شي،د حوثيانو بريدو ودريږي ترڅو ددوی اقتصاد ته رسيدلی زيان جبيره شي او اسرائيلو کې نسبي اقتصادي ثبات رامنځ ته شي.
د غزې د جګړې له امله اسرائیلو په کور دننه له خورا بد اقتصادي وضعیت څخه تیریږي او اسرائیلي ولس د غزې د جګړې له امله چې ددوی اقتصادي وضعیت یې خراپ کړی دی ډیر ناذخوښ دی.
دا ځکه چې د حوثیانو د بریدونو له امله اوس سره سمندر او باب المندب له لارې تجارت دریدلی دی.هوایي الوتنې د حوثیانو د بریدونو له امله وخت نا وخت ځنډیږي او هره دویمه ورځ میلیونونه اسرائیلیان د یمنیانو د بالستیک میزاییلو او ډرون الوتکو په سیوري کې پنا ځایونو ته منډې وهي.
نتنياهو غواړي چې اول غزه کې د مقاومت له لاسونو د بنديانو مهم کارت واخلي او بيا په غزه کې د جګړې لپاره په ټاکل شويو اهدافو پسې وګرځي،چې په هغې کې د حـ.ـماس له منځه وړل،د غزې اشغالول او ده نيم ميليونه فلسطينيان له غزې څخه شړل دي.هغه څه چې په لنډ مهال کې ممکن نه دي بلکې اوږدې ستراتيژۍ او وخت ته اړتيا لري.
د ټرمپ دا طرحه ځکه ګونګه ده چې د بنديانو له خلاصون وروسته اسرائيلو ته د جګړې د بیا پیلولو فرصت په لاس ورکوي.ځکه دا طرحه په ښکاره ډول نه وايي چې جګړه به څنګه او څه وخت بشپړه دريږي او اسرائيل به کله او څنګه له غزې وځي؟او د امريکا په مشرۍ موقت حکومت به کله خپلې چارې پايته رسوي.؟دا ټول په همدې موخه دي چې د امريکا په مشرۍ غزه کې موقت حکومت بيا دايمي شي،نتنياهو د بنديانو له خلاصولو وروسته بيرته جګړې ته راوګرځي او د غزې ولس په زوره له غزې وشړل شي.
د ټرمپ طرحې ته د حـ.ـماس غبرګون..!
غزه کې د روانې ټول وژنې له امله اوس په ټولو اروپايي هيوادونو کې هره ورځ د فلسطيني ولس په ملاتړ لاريونونه دي.دا لاريونونه له لندنه نيولې تر پاريس او واشنګټنه د اسرائيلو په غندنه روان دي.اوس د اسرائيلو هغه د مظلوميت روايت نور له منځه تللی دی چې يـ.ـهودانو نړۍ ته ځان د قرباني او مظلوم په څير معرفي کول.نړۍ اوس پوه ده چې صهـ.ـيونيزم او اسرائيل يانې څه؟!
ګڼ اروپايي او امريکايي هيوادونه اړ شول چې له اسرائيلو سره اقتصادي پريکون وکړي.د هسپانيا په شمول ګڼو غربي هيوادونو اسرائيلو ته د وسلو ليږد وځنډوه.د امنيت شوری د دايمو غړو هيوادونو فرانسې او بريتانيا په شمول د نړۍ سترو هيوادونو لکه کاناډا او استراليا فلسطينيان په رسميت وپيژندل،دا هر څه يوازې د اقـ.ـصی توپان له برکته وو.
نړۍ کې نور د اسرائيلو هغه د مظلوميت تصوير په ړنګيدا دی او اوس ټوله نړۍ کې اسرائيـ.ـل د يو خونخوار شرمخ حيثيت غوره کړی دی.
تازه اسرائيلو د خپل روايت د ژوندي کولو لپاره ۱۵۰ ميليونه ډالر بوديجه تصويب کړه.اسرائيل غواړي چې اقـ.ـصی توپان ددوئ له څيرې کوم نقاب کش کړ دا بيرته په ځای شي او د فلسطينيانو او حـ.ـماس پر ضد يوه قوي تبليغاتي دستګا پرانيزي.
اسرائيل د نړۍ مشهورو څيرو ته د ټولنيزو رسنيو په يوه پوسټ ۷۰۰۰ زره امريکايي ډالر ورکوي تر څو ددوئ په ملاتړ پوسټ وکړي او د حـ.ـماس او فلسطـ.ـيني ولس په ضد پروپاګند وکړي.
دا چې د اسرائيلو غربي متحدين د خپلو ولسونو د سخت فشار لاندې دي او اسرائيل په نړيواله توګه له سختې انزوا سره مخ دی نو په دې اساس دوئ غوښتل چې حـ.ـماس ته د يو داسې اوربند طرحه وړاندې کړي چې حـ.ـماس يې رد کړي ترڅو په حقوقي او تبليغاتي اړخ کې اسرائيل حـ.ـماس د روانې جګړې او ټول وژنې اصلي عامل معرفي کړي.له دې لارې به د اسرائيلو پر ضد نړۍ کې روانه کرکه هم کمه شي او اسرائيل به وتوانيږي چې خپلې نوې تبليغاتي دستګا ته مواد پيدا کړي.
خو حـ.ـماس دا ټولې سناريو ګانې په نظر کې نيولې وې او د ټرمپ طرحې ته يې داسې ځواب ورکړ چې نه يې طرحه رد کړه او نه يې ومنله،بلکې يو د اور توپ يې د نتنياهو او ټرمپ پښو ته وغورځوه.
حمـ.ـاس د ټرمپ د بنديانو قضيه ومنله،خو زياته يې کړه چې په ۷۲ ساعتونو کې نه شي خوشې کيدای،ځکه چې زميني شرائط مساعد نه دي.
دوهمه دا چې ډيری موارد يې همداسې ګونګ پريښودل او وې ويل چې دا زمونږ له صلاحيت پورته چاره ده چې ټول فلسـ.ـطيني جهتونه به په دې اړه پريکړه کوي او په دې ډول يې ځان مخامخ د قضيې اصلي لوبغاړی نکړ.
دريمه دا چې حـ.ـماس د ټرمپ د طرحې يو شمېر مادې مغلقې وبللې او غوښتنه يې وکړه چې په دې اړه بايد عملا مذاکرات پيل شي.همدا ده چې ددې پړاو مذاکرات به د مصر په شرم الشيخ سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ په غير مستقيم ډول د قطر او مصر په منځګړيتوب ترسره شي.
حـ.ـماس نه يوازې دا چې د ټرمپ طرحه يې په ظاهر کې رد نکړه،بلکې دا طرحه يې ونه منله.نړۍ ته يې وښودله چې مونږ د جګړې لامل نه يو او که تړون ته نه رسيږو لامل به يې امريکا او اسرائيل وي.
څلورمه دا چې حـ.ـماس ددې پر ځای چې طرحه په مستقيم ډول ومني،طرحه يې د مذاکراتو ميز ته يوړه.په داسې حال کې چې مذاکرات له څو مياشتو په ټپه ولاړ حالت کې دي،نو همدا ده چې اسرائيل اړ دي چې د خبرو اترو پر مهال له حـ.ـماس سره ډيرې چنې ووهي.
یوه خبره چې په رسنیو کې ښکته پورته کیږي چې ګواکې حـ.ـماس خپلې وسلې تسلیموي،همدا نن یې په زغرده رد کړه او په تیرو دریځونو کې ویلي وو چې دوی به خپلې وسلې هغه مهال تسلیم کړي چې یو خپلواک فلسطینی دولت رامنځ ته شي نو د فلسطین پوځ ته به یې وسپاري.خو ترڅو چې اشغال وي دوی سره به وسلې هم وي او چمتو نه دي چې تسلیم یې کړي.
د بنديانو په تړاو د ټرمپ غوښتنه څومره عملي ده؟!
ټرمپ حـ.ـماس ته ضرب الاجل ټاکلی دی چې ژر تر ژره په لومړي پړاو کې بنديان خوشي کړي.خو حـ.ـماس وايي چې په ۷۲ ساعتونو کې د ټولو مړيو او ژونديو اسرائيلي بنديانو سپارل ممکن نه دي.ځکه چې ډيری مړي د اسرائيلو د بمبارد له امله د ړنګو ودانيو لاندې دي او دا کافي وخت نيسي چې له دې ځايونو وويستل شي.
په همدې ډول ژوندي بنديان هم په ۷۲ ساعتونو کې تسليمدای نشي،ځکه چې ډيری بنديان په داسې سيمو کې دي چې هلته اسرائيلي پوځ قرارګاوې لري او ورځنۍ ګزمې کوي.
د حـ.ـماس وړانديز دادی چې اسرائيلي پوځ بايد له هغه سيمو په شا شي چې دوی يې ورته ښايي،الوتنې او پوځي ګزمې دې ودروي ترڅو د بنديانو پروسه ترسره شي.که چيرته داسې نه کيږي نو د بنديانو تسلميول ناشونې چاره ده.
حـ.ـماس د مذاکراتو په ميز دا غوښتنې هم مطرح کوي چې له اولې ورځې بايد د بريدونو کچه کمه شي،په لوړه کچه مرستې بايد غزې ته داخلې شي.
نو دمګړۍ د ټرمپ دا غوښتنه غير عملي ده چې وايي په ۷۲ ساعتونو کې بنديان بايد خوشې شي،همدا ده چې حمـ.ـاس ته دا څه برلاسي ورکوي ترڅو د مذاکراتو په ميز د بنديانو له سپارلو وړاندې دا يقيني کړي چې اسرائيلي پوځ به څه وخت له غزې وځي؟ نړيوال تضمينونه څه دي چې دوی به بيا يرغل نه کوي او جګړه به نه پيلوي؟دا او دې ته ورته نور موارد دي چې د بنديانو په سرنوشت پورې اړه لري.که دا موارد واضح نشي ممکن نه ده چې په لومړي پړاو کې دې حـ.ـماس بندیان خوشې کړي.
ځکه ددوی په لاس کې دا یوازینی کارت دی چې اسرائیل اړ کولی شي ترڅو جګړه ودروي او د حـ.ـماس شرایط ومني.
د حـ.ـماس له لورې د اکتوبر بريدونه،يوه ستراتيژيکه لاسته راوړنه که ناسمه محاسبه؟!
د فلسطين قضيه يوازې د اکتوبر له بريدونو سره نه پيليږي.هغوی چې ددې قضيې په عمق اګاه دي دوی خبر دي چې ددې قضيې څه کم اتيا کاله کيږي.په دې تيرو اتيا کلونو کې فلسطينيان په دې تمه وو چې د عربي نړۍ ځواکونه به له اسرائيلو دوی ته وطن وګټي خو دا خبرې يوازې خوب او خيال پاتې شوې او د عربانو او اسرائيلو ترمنځ ټولې شوې جګړې اسرائيلو وګټلې.
په تيرو اتيا کلونو کې فلـ.ـسطيني ولس خپله ۹۵ سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده چې اسرائيلو ترې په تدريج سره اشغال کړې ده.يوازې په تيرو څو وروستيو کلونو کې چې محمود عباس او فتح ګوند له اسرائيلو سره د سولې تړون درلوده تر څلويښتو زرو فلسـ.ـطينيان اسرائيلو په شـ.ـهادت رسولي دي.
تر ۱۵۰۰۰ زرو پورې ماشومان،ښځې،بوډاګان او ځوانان د اسـ.ـرائيلو په زندانونو کې وو.کله چې امريکا کې ټرمپ په لومړي ځل ټاکنې وګټلې نو هغه د اسرائيلو او عربي هيوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کولو پروسه پيل کړه چې له مخې به يې د سعودي عربستان په شمول ټول عربي هيوادونه اسرائيلو سره اړیکې نارمل کوي او په تل ابیب او بیت المقدس کې دوه اړخيزه سفارتونه به پرانيزي.اسرائيلو دا کار د ټرمپ پر مټ د ابراهيمي اديانو د تړون تر عنوان لاندې وکړ چې امارات،بحرين او د مراکش په شمول پکې څو هيوادونه ورګډ شول.سعودي عربستان هم پلان درلود چې لنډو ورځو کې اسرائيلو سره اړیکې نارمل کړي او د تطبیع په پروسه کې ورګډ شي او د فلسطين قضيه د تل لپاره له منځه لاړه شي.
ددې لپاره چې د خپلواک فلسطین قضیه ختمه شي اسرائیلو یو دا پلان درلوده چې په لومړۍ مرحله کې باید له ګاونډیو عربي هیوادونو سره اړیکې نارمل کړي او سفارتونه پرانیزي او په دوهم قدم کې غزه کې له حـ.ـاس سره یا سیاسي جوړ جاړی وکړي خو که حـ.ـماس سیاسي جوړ جاړي ته اماده نشي نو غزه کې یې مشران ووژني او غزه اشغال کړي.
اسرائيلو غزه کې مقاومت ته دوه وړانديزونه لرل.يو دا چې د ۱۵ څخه تر ۳۰ ميليارده ډالر به حـ.ـماس ته ورکړو،په مقابل کې دې وسله تسليم کړي او غزه کې به واک دوئ سره وي خو په سوله اييز ډول.د مقاومت مشرانو ته به په بهرنۍ نړۍ کې کورونه او تجارتونه جوړ کړو او د وخت په تيريدو سره به د فلسطين د ولسمشر محمود عباس په ځای واک هم دوئ ته ورکړي.د حـ.ـماس د سياسي دفتر مشر اسـ.ـماعيل هـ.ـنيه په يوه مرکه کې دا خبرې الجزيرې ته کړي دي.هنـ.ـیه وایي چې مونږ د پیسو او جوړجاړي وړاندیز رد کړ او د فلسـ.ـطیني قضیې د مړه کیدلو مخه مو ونیوله.اسرائيلو غزه کې د حـ.ـماس لپاره دوهمه سناريو هم جوړه وه چې مشران يې بايد ټول ترور شي.د حـ.ـماس يو مشر د اقـ.ـصی توپان له پيل وروسته الجزيرې ته په يوه مرکه کې وويل چې دوی کره استخباراتي مالومات درلودل چې اسرائيل غواړي په غزې بريد وکړي او غزه د تل لپاره اشغال کړي،خو وايي مونږ پرې ورمخکې شو او همدا وه چې د اقـ.ـصی توپان عمليات مو پيل کړل.
د اقـ.ـصی توپان؛د مقاومت ماته که ستراتېژيکه بريا؟!
د سعودي عربستان او اسرائيلو تبليغاتي دستګاه تر ټولو ډير دا سوال مطرح کوي چې د حـ.ـماس دې عملياتو باندې کومه نتيجه مرتبه شوه؟
پرته له دې چې اسرایلو غزه ړنګه کړي،شپيته زره انسانان شهـ.ـيدان یې کړي او لا هم ددې جګړې سرنوشت نه دی مالوم؟
خو يوه خبره بايد دلته واضح وي.هيوادونه ګټل او ازادول په شپيته زره ککريو هم کم دي.فلسـ.ـطينيان اتيا کاله بې وطنه دي.په خپل وطن کې د پردي تابعیت تذکرې او پاسپورتونه ګرځوي او حد اقل د ديني مقدساتو د ساتلو توان نه لري.
که د ماتې مفهوم او مانا ړنګې ودانۍ او د ولسي بې ګنا خلکو وژل وي،بيا خو ويتنام کې امريکا نه ده ماته شوې،ځکه چې ويتنام د امريکا لخوا ټول کنډواله شو او امريکايان ترې وتښتيدل.بيا خو د ازادۍ هيڅ مقاومت پرته له ړنګو ودانيو او ګڼو ولسي خلکو له وژلو پرته نه دی ترلاسه شوی.
اصلا چې مونږ کله د اقصـ.ـی توپان د برياليتوب خبره کوو نو دلته د ستراتيژيکې بريا خبره مطرح وي.حـ.ـماس وتوانيده چې له يو نسل څخه بل نسل ته په برياليتوب سره فلس.ـطينی مقاومت انتقال کړي.حمـ.ـاس د فلسطـ.ـيني ولس هغه مبارزه چې په ډبرو او غولکو يې د اسرائيلو پر ضد کوله،دا مبارزه يې ټوپک،ډرون الوتکې او راکټ ته راوويستله.حمـ.ـاس له خپل ځان څخه وروسته داسې يو نسل ته د فلسـ.ـطين قضيه سپاري چې په مخکې يې مور،پلار،خور او د کورنۍ نور غړي شـ.ـهيدان کيږي.هغه لس کلن ماشوم چې د غزې ننی بمبارد ګوري چې خپله مور،خور او د کورنۍ نور غړي پکې له لاسه ورکوي هغه هيڅکله چمتو نه دی چې له اسرائيلو سره تعامل وکړي.
هغه نسل چې اشغالګرو ورته ښوونځی،پوهنتون،مسجد او روغتون ورانوي او دوئ يې په خپلو سترګو ګوري نو دا کله هم دې ته اماده نه دی چې له خپل ابدي غليم سره روغه وکړي.
پرون يو داسې د اقصـ.ـی توپان تکرار شو چې حمـ.ـاس پکې اسرائيل د غزې تر غلافه و ځغلول،خو سبا ته به نوی نسل داسې توپان تکراروي چې ټول تل ابيـ.ـب او اسـ.ـرائيل به پکې په مديترانه کې ډوبوي.هيوادونه ګټل د يوه نسل مبارزه غواړي،د دوه ورځو کار نه دی.اقصـ.ـی توپان وتوانيده چې د سعودي د حاکمې کورنۍ په شمول د ګڼو عربي هيوادونو د اړيکو مخه ونيسي.اقـ.ـصی توپان وتوانيده چې د فلـ.ـسطين هغه مړه شوې قضيه د نړۍ د اجنډا ميز ته راکش کړي چې لسيزې لسيزې له ياده ويستل شوې وه.اقـ.ـصی توپان وتوانيده چې د اسرايلو هغه روايت مات کړي چې اسرائيلي پوځ د خليج لومړی درجه پوځ دی،بلکې نړۍ ته يې وښودله چې دا ډير کمزوری پوځ دی ځکه تر اوسه يې په کوچنۍ محاصره شوې غزه کې يوه کوچنۍ ډله ماته نکړه.اقــ.ـصی توپان نړۍ ته څرګنده کړه چې هغه اسرائيلي پوځ چې د ټولې عربي نړۍ پوځونو ته يې په شږ ورځو کې ماته ورکړې وه،ونه توانيده چې حـ.ـماس په دوه کالو کې مات کړي.
د اقـ.ـصی توپان وتوانيده چې نړۍ ته څرګنده کړي چې د اسرائيلو موساد دومره هم ځواکمن نه دي لکه څومره چې غورې وهي.دوه کاله کيږي چې غزه کې خپل بنديان نشي پيدا کولی او دا استخبارات دومره ړانده وو چې حـ.ـماس يې د وزرو لاندې په دوه کلونو کې د اقصی توپان عمليات ډيزاين کړل خو دوی پرې نا خبره وو.
اقصـ.ـی توپان نړۍ ته وښودله چې که سعودي عربستان،اردن،مصر او اماراتو له خپلې خاور،فضا او اوبو اسرائيلو ته اکمالات نه کول او تجارتي اړيکې يې ورسره نه پاللې نو نن به اسرائيل د غزې پر ځای له حـ.ـماس سره په تل ابيـ.ـب کې په جګړه بوخت وو.خو متاسفانه عربي حکومتونو سياسي معاملې وکړې او ددې عربي حکومتونو په خدمت کې بوختو دينو ډلو د دين د تحريف دردونکې دينې معاملې…!
د اقـ.ـصی توپان له برکته نړۍ هغه ديني ډلې وپيژندلې چې د نتنیاهو په صف کې ولاړې دي او د مسلمان په مرګ د نتنياهو له حکومت څخه وړاندې د خوشالۍ اعلاميې ورکوي.دوئ کټ مټ هماغه ډول اعلاميې له مساجدو خپروي چې نتنياهو يې تل ابيب او اشغال شوي بيت المقـ.ـدس کې له يهـ.ـودي کنيسې اعلانوي.
اقصـ.ـی توپان يوه معجزه وه چې وشوه،يوه سياسي،ديني،ستراتيژيکه او نهضتي معجزه،خو يوازې هغوئ پرې پوهيږي چې د قضیې په عمق پوه وي،د هيوادونو له استخباراتي او تبليغاتي دستګاوو نه وي متاثره.