د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې سره د کډوالو او مرستو په تړاو خبرې کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې ورونیکا بوسکوویچ پوهار سره په کتنه کې د کډوالو، زلزله‌ځپلو او بشري مرستو په تړاو خبرې کړې دي.

اغلې پوهار د اروپايي ټولنې له لوري له راستنو شویو کډوالو او د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د مرستو یادونه وکړه او ویلي دي، دا ټولنه چمتو ده چې د روږدو درملنې، استوګنې او کارموندنې په برخو کې هم له افغانستان سره همکاري وکړي.

مولوي حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او د کډوالو د موضوع په تړاو یې له نړیوالو وغوښتل چې د کډوالو د حقونو د خوندي کولو او ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button