یکشنبه, دسمبر 7, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
کټګوریانې: خبرونه, راپور تاژ
0
30
ځلې شریک شوی
377
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هغه راپور دی چې هر مسلمان يې بايد د زړه په سترګو وويني او ځان پرې وپوهوي. دا خامخا ولولئ. که څوک يې نه لولي، الله تعالی دې د لوستو توفيق ورکړي. آمين
د راپور تعبير د الجزيرې دی، ما ژباړلی او بس!

دکتور لطف الله خيرخوا

دا هم ولولئ

د افغانستان بندرونو د عصري کولو لپاره د مالیې وزارت او «ډي‌پي‌ورلډ» تړون لاسلیک شو

سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

د سوریې حکومت د پخواني رژیم پر لوړپوړو چارواکو د قصاص حکم عملي کوي

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟
د الجزيرې ځانګړی راپور
«ځينې خلک داسې ګومان کوي چې امريکا څه وغواړي، هغه کولی شي؛ ځکه چې سپوږمۍ ته ختلې. که د کوم کار توان يې نه و يا يې منابع کمزوري وو يا د کومې اداري ستونزې له امله پرې ونه توانېږي، بيا وايي چې نه يې کاوه، ځکه ونه شو».
جنرال پيتر چياريلي دغه جمله په هغه مقاله کې ليکلې وه چې د امريکايي پوځ د “العرض العسكري” مجلې د عربي نسخې له‌خوا د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال خپره شوې وه. دا جمله د امريکا د پراخ توان په اړه هغه عام تصورات راښيي چې په نړۍ کې خپاره دي او کله چې د امريکايي استخباراتو پر نفوذ د سترو پېښو په تړاو خبرې کېږي، نو دغه تصورات لا پسې غټېږي.
بل لور ته لکه څنګه چې د روبرټ ګریوس په کتاب “ولې استخبارات ناکامېږي؟ د ايران له انقلاب او د عراق له جګړې زده کړې” کې لوستل کېږي، د استخباراتو لوړ رتبه مامورين پخپله او د استخباراتو د څېړنو متخصصين د استخباراتي ادارو پر اغېز ډېر متواضعانه غږېږي. په دې څېړنو کې يو مهم جانبي عنوان د “استخباراتي ناکامۍ” په نوم وي.
څو اوونۍ وړاندې، تحقيقي ژورنالېست ټيم وينر خپل نوی کتاب «مأموريت: په ۲۱مې پېړۍ کې د امريکا استخبارات» خپور کړ. هغه له ۱۹۸۸ کال راهيسې د استخباراتو په برخه کې تخصصي كار كوي. په ۲۰۰۷ کال کې يې «د ايرو ميراث» كتاب د امريکا “ملي کتاب جايزه” ګټلې وه. په دغه اثر کې يې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لومړنۍ شپېته کلنه دوره څېړلې وه، چې په کې يې پر ګڼو نا محرمو اسنادو او له شاوخوا ۲۰۰ پخوانيو رييسانو، افسرانو او لويو چارواکو سره پر مستقيمو مرکو تکيه کړې وه.
په دې راپور کې به موږ په افغانستان کې د امريکايي استخباراتو هغه ناکامي وڅېړو چې د دې هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه کې (۲۰۰۱–۲۰۲۱) ورسره مخ شو.

د امريکايي استخباراتو دندو کې بدلونونه
په افغانستان کې د استخباراتي ناکامۍ جزياتو په اړه مخکې رېچارډ هيلمز ته غوږ کېږو چې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) له بنسټ‌ايښودونکو څخه و. هغه په دې اداره کې پرله‌پسې لوړو مقامونو ته ورسېد. د لينډن جانسن او رېچارډ نيکسن ولسمشرانو په دوره کې اووه کاله د د دې ادارې رييس پاتې شو. وروسته له خپلې دندې لرې کړل شو، ځکه چې د “واټرګېټ” د رسوايۍ د پټولو مخالفت يې کړی و.(واټر ګېټ په ۱۹۷۰ لسيزه کې د ريچارډ نيکسن وخت کې پېښه شوې. نيکسن په سپينه ماڼۍ کې غږ ثبتوونکي آلات نصب کړي وو، چې بالاخره د استخباراتو لخوا کشف شول او د نيکسن لپاره يوه شرموونکې موضوع وه. نيکسن د همدې قضيې له افشاء وروسته له جمهوري رياسته استعفاء ورکړه).
هيلمز د “CIA” د بنسټ ايښودلو هدف داسې بيانوي:
«په پیل – ۱۹۴۷ کال – کې دنده دا وه چې نړۍ په عمومي ډول او دښمن په ځانګړي ډول وپېژنو او د راتلونکي پرل هاربر ډول برید مخه ونیسو(دا په ۱۹۴۱ کې جاپان د امريکا پر هوايي اډه ناڅاپي بريد وکړ، چې ۲۴۰۰ امريکايان په کې ووژل شول. د هغه وخت ولسمشر فرانکلن دا ورځ شرموونکې وبلله).
ذهنيت د داسې ادارې د جوړولو و چې تحلیلګرانو ته له لرې د هر څه د کتلو توان ورکړي، که څومره هم پټ وي. جاسوسانو به د کرملین رازونه وموندل، اکاډمیک تحلیلګرانو به تجزیه کول او مدیرانو به خپل راپورونه د امریکا ولسمشر ته وركول…په پیل کې موږ هېڅ نه پوهېدو. زموږ پوهه د مقابل لوري د پلانونو، نیتونو او وړتیاوو په اړه هېڅ یا نږدې هېڅ وه. که به مو د ټيلفون یو دليل وموند یا د هوايي ډګر نقشه، دا به خورا مهمه وه. موږ د نړۍ د ډېرو برخو په اړه په بيخي ناخبره وو.
کله چې سړه جګړه پيل شوه، د CIA دنده بدله شوه او د ۱۹۴۹ تر پایه د کمونېزم ماتول اصلي موخه وګڼل شوه. له همدې امله د نړۍ پېژندل دویم مقام ته ولوېدل او پر ځای یې د پټو فعالیتونو له لارې د نړۍ بدلولو سیاست راووت.
CIA د هغو څانګو جوړول پیل کړل – لکه په ایران کې د مصدق پر حکومت – چې د پوځي کودتاوو پر طرحو کار وکړي یا د سیاسي ګوندونو، مشهورو څېرو او تاجرانو د اتحادیو پر پېرلو وتوانېږي – لکه په ایټالیا او یونان کې چې وشول – چې کمونېست ګوندونه په ټاکنو کې مات کړي. همدارنګه یې په روسیه، پولنډ، اوکراین، چین او شمالي کوریا کې مخالف عناصر د پاراشوټونو له لارې دننه کړل چې د جاسوسۍ او تخریب ماموریتونه وکړي. سربېره پر دې، CIA د بهرنیو مشرانو د وژنې د عملیاتو ملاتړ وکړ، لکه په ۱۹۶۱ کې د کانګو لومړی وزیر پاتريس لومومبا او په ۱۹۷۳ کې په چیلي کې ولسمشر سالوادر الینده.
CIA د “خليج د خوګانو” د عملياتو د ناکامۍ له امله له سختې رسوايۍ سره مخ شوه. د عملیاتو هدف دا و چې وسلوال کيوبايي مخالفین پر کيوبا يرغل وکړي. د ولسمشر جان کينډي د لارښوونې پر بنسټ د کيوبا د ولسمشر فيدل کاسترو د وژلو هڅه هم ناكامه شوه، بلکې کينډي خپله د امريکايي ځوان اوزوالډ له خوا ووژل شو چې له شورويانو او کوبيايانو سره يې مشکوکې اړیکې لرلې. وروسته د واټرګېټ رسوايي پيدا شوه او نیکسن د خپلو سياسي مخالفانو د جاسوسۍ لپاره له CIA ناوړه ګټه واخيسته. همدا کار د دې لامل شو چې د شلمې پېړۍ په اويايمو کلونو کې کانګرس ځانګړې کميټه جوړه کړي چې د استخباراتو د فعاليتونو څارنه وکړي او CIA دې ته اړ کړي چې خپل اصلي هدف ته بېرته ستنه شي، چې د نړۍ او دښمن د پېژندو ماموريت دی.
دCIA وړتياو بله ستره ضربه هغه وخت وخوړه کله چې په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد ړنګېدو پېښه وشوه. په داسې حال کې چې د ۱۹۷۰ مو کلونو په پای کې د CIA تحلیلي راپورونو ويلي وو چې د لسو کلونو په دننه کې به امريکا له شوروي اتحاده په پوځي توان او اقتصادي وده کې وروسته پاتې شي، خو پېښه معكوسه وه.
د کمونېست دښمن له منځه تلو د CIA نفوذ په ۱۹۹۰مو کلونو کې کمزوری کړ. د ولسمشر کلنټن په دوره کې يې بودجه شاوخوا ۶۰۰ ميليونه ډالره کمه شوه، له دېرشو څخه زيات بهرني مرکزونه وتړل شول او نږدې پنځه زره کسان له ادارې ووتل.
د پټو عملياتو، د بهرنیو اجنټانو د جلب، د دښمنو استخباراتي ادارو د نفوذ او د ترهګرۍ په نوم د شبکو د ماتولو لپاره د ځانګړي څانګې لوړ رتبه مامورين یوازې تر ۱۰۰۰ پورې پاتې شول. د ادارې د مشر جورج ټېنټ په وینا، د نيويارک ښار په دفتر کې د FBI اجنټان د CIA د ټولو بهرنيو لوړ رتبه مامورينو له شمېر څخه ډېر شوي وو.
د هماغې دورې په اړه، د CIA مرستیال مشر ۱۹۸۹–۱۹۹۲ رېچارډ کير وايي:
“د شوروي اتحاد سقوط د امريکايي استخباراتو لپاره يوه سخته ضربه وه. له هغې وروسته هېڅ هم د پخوا غوندې پاتې نه شو.”
د استخباراتو افسر دوان کلارېډج په ۱۹۹۷ کې له تقاعد وروسته وليکل:
“اداره د يوه مؤثر استخباراتي ارګان په توګه پای ته رسېدلې ده او يوازې هغه وخت به بېرته فعاله شي چې يو لوی ناورين پېښ شي.”
همدارنګه جورج ټېنټ په ۱۹۹۸ کې په يو محرمانه راپور کې ويلي وو:
“که د دولت د استخباراتي معلوماتو د راټولولو، شننې او توليد په طريقه کې ژور او ټوليز بدلون رامنځته نه شي، نو متحده ايالات به ډېر ژر له يوه ستر، بنسټيزې او غموونکې استخباراتي ناکامۍ سره مخ شي.”

عراق د لومړني هدف په توګه
ټيم وينر ليکي چې په ۱۹۹۸ کال کې د القاعدې لخوا د کينيا او تانزانيا په سفارتونو بريد دا وښودله چې تنظيم له خپل مرکز افغانستان څخه درې زره ميله لرې په يوه وخت دوه هدفونه په نښه کولی شي. همدې پېښې CIA دې ته اړ کړه چې د افريقا، منځني ختيځ او بلقان په بېلابېلو سيمو کې د چاودنو د شکمنو کسانو تعقيب پيل کړي.
په ۱۹۹۹ کې CIA پنټاګون ته ناسم معلومات ورکړي وو او د صربيا پلازمېنې بلګراد کې د چين سفارت د صربي پوځي زېرمتون پر ځای بمبار شو، چې درې کسان پکې ووژل شول او شل نور ټپيان شول. له دې وروسته ولسمشر کلنټن د CIA پر وړتياوو او ارزونو باور بايلود او په افغانستان کې د القاعدې مشرتابه د نښه کولو انتخاب بېرته وځنډېد. پر افغانستان يې د نورو بریدونو اجازه ور نه کړه.
کله چې بوش د ۲۰۰۱ په پیل کې واک ته ورسېد، د دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ په ویاړ وویل:
“له لسیزو راهيسې دا لومړی ځل دی چې هېواد هېڅ ستراتيژيک ګواښ نه لري. موږ اړ نه يو چې هر سهار په وېره پاڅو چې ګوندې کومه ستره پېښه به وشي.”
كله چې د CIA مشر جورج ټېنټ د افغانستان د القاعدې دوسيه نوې ادارې ته را پورته کوله، د ملي امنيت شورا هېڅ جدي غبرګون ونه ښود، ځکه د بوش ادارې د افغانستان په اړه کومه تګلاره نه لرله.
د ادارې زړو څېرو، لکه د ولسمشر مرستیال ډيک چيني او د دفاع وزير رېمسفيلډ، د CIA پر نيتونو شک درلود. دوی چې د نیکسن له دورې راهيسې تجربه لرله، وېرېدل چې ګوندې اداره د لیبرالانو يوه دسيسه پر مخ وړي چې د جمهوري غوښتونکي حکومت بنسټ کمزوری کړي. هغوی ګومان کاوه چې د القاعدې د خطر خبره ښايي يوه دوکه وي چې سپينه ماڼۍ او پنټاګون له اصلي او عاجلو مسايلو څخه پر فرعي او بَعدي هغو مصروف کړي.
بل لور ته د عراق دوسيه د بوش د واکمنۍ له پيل سره د ملي امنيت د شورا په اجنډا کې دوه يا درې ځله په اونۍ کې څېړل کېده. استدلال دا و چې د صدام حسين د رژيم نسکورول به واشنګټن پر عربي نړۍ واکمن کړي، د اسرائيلو امنيت به پياوړی کړي او د سيمې نور ديکتاتوران به د ډومينو غوندې يو په بل پسې وغورځي(ډومينو د نښتو ډبرو هغه لوبه ده چې کله يوه ډبره په نښه شي، نو نښتې ډبرې پرلپسې پسې پرېوځي). د دې پروژې په تبليغ کې هغه مهال د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو مهم رول درلود.
د ۲۰۰۱ د اګست پر څلورمه نېټهCIA ته سپارښتنه وشوه چې د صدام حسين د رژيم د نسکورولو لپاره د پټو عملياتو مفصله طرحه جوړه کړي. د ادارې يوې نږدې اډې چې د عراق يو ګاونډي هېواد کې وه، داسې پلان جوړ کړ چې صدام ته دا تاثر ورکړي چې ګواکې په بغداد کې يو داخلي اپوزېسيون پيدا شوی او د هغه نږدې کړۍ غړي د ده پر ضد دسيسې جوړوي. هدف دا و چې صدام اړ کړي خپل وفاداران ووژني چې د يوې خیالي کودتا مخه ونيسي او په دې توګه د واک پر دستګاه د هغه نيواك کمزوری شي، بيا به وروسته په جنوب او شمال عراق کې د مخالفو ډلو د خوځېدو له لارې رژيم نسکور شي.

د سپتمبر پېښې او د افغانستان دام
د ۲۰۰۱ د سپتمبر پر څلورمه د ملي امنيت شورا د القاعدې دوسيه بحث کړه، ځکه پرله‌پسې داسې خبرداري ورکول کېدل چې يوه ستره حمله نېږدې ده، خو ځای او هدف یې نه و څرګند. يوه اوونۍ وروسته بريدونه وشول چې د نيويارک د نړيوال سوداګریز مرکز دوه برجه او د واشنګټن د دفاع وزارت (پنټاګون) یې په نښه کړل.
له بريد څو ساعته وروسته د دفاع وزير رامسفيلډ وغوښتل چې وڅېړل شي ايا د عراق او دې بريدونو تر منځ د استخباراتي معلوماتو له مخې کومه اړیکه شته او که نه؟ بل سبا، د برتانيا د بهرنیو استخباراتو د ادارې (MI6) مشر رېچارډ ديرلوف له خپلو څو مرستيالانو سره په يوه ځانګړې الوتکه کې له لندن څخه واشنګټن ته ورسېد. هغه خپلو امريکايي سيالانو ته وويل:
“موږ بايد پر افغانستان تمرکز وکړو او پر بل هېڅ شي تمرکز ونه کړو.”
د ده موخه دا وه چې د بوش اداره د عراق له يرغل څخه را وګرځوي.
د سپتمبر پر ۱۵مه، د کامپ ډېوېډ د جګړې شورا د CIA طرحه د بريدونو د ځواب په توګه ومنله. په دې پلان کې راغلي وو چې د القاعدې پر غړو او اړوندو کسانو به په ۹۲ هېوادونو کې عمليات کېږي. د دې ترڅنګ به د امريکا په نوم د “د ترهګرۍ پر ضد نړيواله جګړه” تر سرليک لاندې بهرنيو او دوستو استخباراتي ادارو ته سترې مالي مرستې ورکول کېږي. د دې جوړجاړي له مخې به امريکايان پيسې، وسلې او د اورېدنې (استراق سمع) وسايل ورکوي او دوستې ادارې به پر کورونو عمليات کوي او د ترهګرۍ په تور شکمن کسان به نيسي يا به يې وژني.
د افغانستان په تړاو پلان داسې و چې د شمالي ټلوالې (Northern Alliance) مخالفو مشرانو ته پيسې او ملاتړ ورکړل شي، چې بن لادن او د هغه شبکه له منځه يوسي او د طالبانو حکومت نسکور کړي.
په دې توګه CIA يو ځل بيا د پټو عملياتو پر لور واوښته او د ساده جاسوسۍ او شننې پر ځای يې د مستقيمې مداخلې لاره خپله کړه. د دې ادارې د ټوليزو وژنو وسلو د شتون په اړه جعلي راپورونه د امريکا لپاره هغه لامل شو چې پر عراق يرغل وکړي او هغه اشغال کړي.
هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې لومړی دې د ډيپلوماسۍ له لارې طالبان دې ته قانع شي چې بن لادن وسپاري، بيا دې جګړه پيل شي خو ولسمشر بوش وويل:
“ښکاره دې وي، ډيپلوماسۍ ته به هېڅ پام نه کوو، موږ جګړې ته روان يو.”
کله چې برېتانويانو د امريکا پلان ولید، د MI6 د ترهګرۍ ضد څانګې مشر مارک الن وپوښتل:
” کله چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوو او د القاعدې غړي د ټولې اسلامي نړۍ پر لور خپاره شي، بيا به څه کوو؟”
د ټينر د وينا له مخې، امريکايانو د دې پوښتنې هېڅ ځواب نه درلود.
د شمالي ټلوالې ځواکونو چې د څو سوه امريکايي استخباراتي کسانو او ځانګړو ځواکونو له ملاتړ سره مل وو، د طالبانو حکومت نسکور کړ، خو بيا ستره پوښتنه راپورته شوه : وروسته به څه وشي؟
وينر د کتاب په حواله ليکي چې د ګډ هيئت د اركانو رئيس جنرال رېچارډ مايرز وويل:
“هغه دنده چې راته سپارل شوې وه په افغانستان کې داسې وه: ننوتل، القاعده تعقيب کول او بيا له افغانستان څخه وتل… ولسمشر بوش وويل، موږ هلته د دولت د جوړولو لپاره نه يو تللي.”
د بهرنيو چارو وزارت د تګلارو د پلان رييس ريچارډ هاس هم وويل:
“موږ هېڅ تصور نه درلود چې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته به څه وکړو.”
کله چې د سي آی ای له لوري کېنول شوي حامد کرزي له طالبانو سره د سولې او پخلاینې تړون د لاسليک وړانديز وکړ، د دفاع وزير رامسفيلډ مخالفت وکړ. استدلال دا و چې امريکا سوله نه غواړي، بلکې د ترهګرۍ پر ضد جګړه غواړي.
جګړه نږدې ۲۰ کاله وغځېده او په پای کې د ۲۰۲۰ کال په دوحه کې د سولې تړون له طالبانو سره لاسليک شو، طالبان بېرته واک ته ورستانه شول او د امريکايي ځواکونو ګډوډه وتنه د نړۍ د سترګو وړاندې هغه صحنې تکرار کړې چې يو وخت د وېتنام پلازمېنې سايګون څخه د وتلو پر مهال ليدل شوې وې.
ناکام استخبارات
له وتلو وروسته، د امريکا پخواني چارواکي په لوړه کچه د ناکامۍ خبرې وکړې او د دې ستر مسؤليت يوه برخه يې پر CIA واچوله. د بوش د دويمې دورې (۲۰۰۵–۲۰۰۹) د ملي امنيت پخواني سلاکار سټيفن هادلي وويل چې د نوي افغان نظام فساد د طالبانو د غړو د جذب تر ټولو ستره وسيله وه. وينر د دې فساد سرچينه داسې تشريح کوي:
“د فساد جوهر هغه طريقه وه چې CIA پرې په افغانستان کې خپلې چارې اداره کړې. دوی د ډالرو د سليزو نوټونو په انبارونو معامله کوله. دوی د ډالرو د بوجيو په وېش کې ډېر ماهر وو، نوې جیپ موټرې او د مصنوعي سپوږمکۍ په مرسته له همکارانو سره تېزه اړيکه… خو چې کله خبره واقعيت او دې ته رسېده چې څه روان دي او راتلونکي کې څه غواړي، نو پایله يې صفر وه.”
رابرټ ګېټس چې په ۱۹۶۶ کې يې د CIA د تحليلګر په توګه پيل وکړ، بيا په ۱۹۹۱–۱۹۹۳ موده کې د ادارې مشر شو او له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ د دفاع وزير و، او د ادارې تر ټولو مسلکي مشر بلل کېږي، وايي:
“حقيقت دا دی چې د ۱۱ سپتمبر په پېښو کې موږ د القاعدې په اړه ډېر معلومات نه درلودل. همدا لامل و چې ډېری داسې کارونه وشول لکه د تعذيب په څېر استنطاقونه، ځکه موږ هېڅ نه پوهېدو. که موږ يو پوخ ډیټابېس درلودلی او په بشپړ ډول مو پېژندلی چې القاعده څه ده، وړتياوې يې څه دي او داسې نور، نو ښايي ډېری اقدامات اړين نه وی، خو حقيقت دا دی چې موږ د داسې ډلې له لوري وځپل شو چې هېڅ معلومات مو پرې نه لرل.”
د هادلي او ګېټس ارزونې څرګندوي چې CIA په خپله اصلي دنده کې ناکامه شوه: د دښمن پېژندل. د پخواني مشر هېلمز په اصطلاح، دا ناکامي داسې وه لکه CIA چې د بل پرل هاربر د مخنيوي توان له لاسه ورکړی وي.
د استخباراتو د کار جوهر يوازې د اشخاصو د تعقيب او يا د دښمنو سازمانونو په ټوټه کولو پورې محدود نه دی، بلکې اصلي موخه يې پرېکړه‌کوونکو ته د داسې معلوماتو او شننو په برابرولو کې ده چې د ټولې صحنې يو بشپړ انځور وړاندې کړي، د ګواښونو دقيقه ارزونه وکړي او د موجودو فرصتونو په اړه معلومات ورکړي. دې ته ستراتېژيک استخبارات وايي، چې پر همدغو بنسټونو سترې پرېکړې کيږي او اوږدمهاله تګلارې جوړېږي.
ځانګړي عمليات لکه ترور، له منځه وړل او نيول، د تکتیکي استخباراتو برخه ده. دا که څه هم کله کله ښکاره برياوې راوړي، خو د جګړو د ګټلو لپاره کافي نه وي.
امريکايي استخباراتو زرګونه تکتیکي عمليات تر سره کړل، د طالبانو دويم مشر ملا اختر منصور يې ووژلو، د طالبانو زرګونه غړي يې ونيول او د القاعدې افراد يې يو په بل پسې تعقيب کړل. خو دې ټوټې ټوټې برياوو د سترې ماتې مخه ونه نيوله، څلور کاله وړاندې په افغانستان کې ټول هغه څه د ۲۰۲۱ د اګست په څو ورځو کې ونړېدل چې په شلو کلونو کې جوړ شوي وو.
امريکا په دې شلو کلونو کې په افغانستان کې سلګونه ميليارده ډالر ولګول، خو استخباراتو يې د داسې پوهې د توليد توان ونه درلود چې د افغان ټولنې پېچلی جوړښت وپېژني يا د جګړې راتلونکی له وړاندې وښيي. په افغانستان کې ناکامي د استخباراتو په اوږده لړۍ کې يو بل ستراتيژيک فصل زياتوي او ژورې پوښتنې راپورته کوي: ايا يو ستر زبرځواک خپله سخته ځواکمني په ۲۱مې پېړۍ کې په ميداني برياوو بدلولی شي که نه؟

مخکینې مطلب

حماس د اوربند او بنديانو ازادولو لپاره پر خپلو شرطونو ټينګار کوي

بل مطلب

حماس: د جګړې د پای، د صهیونیستي ځواکونو د وتلو او د بندیانو د تبادلې موافقه اعلان کړه

ځانګړي مطالب

افغانستان

د افغانستان بندرونو د عصري کولو لپاره د مالیې وزارت او «ډي‌پي‌ورلډ» تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
خبرونه

سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
خبرونه

د سوریې حکومت د پخواني رژیم پر لوړپوړو چارواکو د قصاص حکم عملي کوي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025
خبرونه

روسيه کې افغان سفير د نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې پر سوداګریزې همکارۍ خبرې وکړې

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
خبرونه

خالد مشعل: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي او د قدس لپاره دې ګډ دریځ خپل کړي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025

وروستي

د افغانستان بندرونو د عصري کولو لپاره د مالیې وزارت او «ډي‌پي‌ورلډ» تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

د سوریې حکومت د پخواني رژیم پر لوړپوړو چارواکو د قصاص حکم عملي کوي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025
0

روسيه کې افغان سفير د نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې پر سوداګریزې همکارۍ خبرې وکړې

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

خالد مشعل: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي او د قدس لپاره دې ګډ دریځ خپل کړي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025
0

قطر او مصر: د غزې سولې لپاره دې اسراییلي پوځیان ووځي او نړیوال ځواکونه دې ځای پر ځای شي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025
0

کاناډا د سوریې د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړه

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

بلخ کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو فابریکې په فعاليت پيل وکړ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 7, 2025
0

مسکو: د کیېف بریدونو ته په غبرګون کې د اوکراین ۱۵۲ نظامي اهداف په نښه کړي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 7, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • پاکستاني پوځي رژيم بیا اوربند مات کړی؛ سپین بولدک کې د دواړو خواو جګړه شوې

    16 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پروان باریکاب ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړولو پروژه منظور شوه

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • کاناډا د سوریې د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د سوډان جګړه؛ په کلوقي ښار د ملېشو خونړی برید- د ۴۳ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د افغانستان بندرونو د عصري کولو لپاره د مالیې وزارت او «ډي‌پي‌ورلډ» تړون لاسلیک شو

سردار حسین بابک: د TTP ټول مرکزونه په پاکستان کې دي، پر کابل تور لګول بې مانا دي

د سوریې حکومت د پخواني رژیم پر لوړپوړو چارواکو د قصاص حکم عملي کوي

روسيه کې افغان سفير د نړیوال اقتصادي او پانګونې فورم کې پر سوداګریزې همکارۍ خبرې وکړې

خالد مشعل: اسلامي هېوادونه دې له اسرائیلو سره اړیکې پرې کړي او د قدس لپاره دې ګډ دریځ خپل کړي

قطر او مصر: د غزې سولې لپاره دې اسراییلي پوځیان ووځي او نړیوال ځواکونه دې ځای پر ځای شي

کاناډا د سوریې د هیئت تحریر الشام ډله د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه لرې کړه

بلخ کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو فابریکې په فعاليت پيل وکړ

د مهاجرینو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com