حماس: د جګړې د پای، د صهیونیستي ځواکونو د وتلو او د بندیانو د تبادلې موافقه اعلان کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس اعلان کړی، چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو، د اشغالګرو صهیونیستي ځواکونو د وتلو، د بشري مرستو د داخلېدو او د بندیانو د تبادلې په اړه یوې موافقې ته رسېدلی دی.

د حماس ویاند ویلي، دا موافقه د منځګړیو هېوادونو ــ مصر، قطر او ځینو نورو نړیوالو لورو ــ په هڅو ترلاسه شوې ده.

په موافقه کې د لنډمهاله اوربند، د بشري مرستو د داخلېدو، او د بندیانو د تبادلې لپاره د لستونو تبادله شامله ده، چې له مخې به د دواړو لورو بندیان په پړاوونو کې خوشې کېږي.

د سرچینو په وینا، د موافقې لومړۍ مرحله به د جګړې د لنډمهاله درولو، د صهیونیستي ځواکونو د وتلو او د لومړۍ ډلې بندیانو د تبادلې پر بنسټ عملي شي.

د موافقې جزئیات تر اوسه بشپړ نه دي خپاره شوي؛ خو د منځګړیو هېوادونو د معلوماتو له مخې، دواړه خواوې د تطبیق د دقیق میکانیزم پر سر لا هم خبرې کوي.

سرچینې زیاتوي، چې حماس دا ګام د غزې د اوسېدونکو د انساني وضعیت د ښه کېدو او د جګړې د اوږدېدو د مخنیوي په موخه پورته کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button