کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د شهیدانو او بندیانو د دفتر مشر “زاهر جبارین” اعلان کړی، چې د روانې موافقې په چوکاټ کې د اوربند او د فلسطین پر ملت د جګړې د پای ته رسېدو لپاره، حماس د فلسطیني بندیانو لست د ټاکل شوو معیارونو له مخې منځګړو هېوادونو ته سپارلی دی.
جبارین ویلي، حماس د بندیانو د نوملړ پر سر د وروستۍ موافقې په انتظار کې ده، تر څو یې له بشپړېدو وروسته د بندیانو د رسنیز دفتر له لارې خلکو ته اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه، حماس یو ځل بیا له بندیانو او د هغوی له مېړنیو کورنیو سره خپله ژمنه تکراروي او ټینګار کوي، چې د فلسطیني بنديانو خوشي کولو د غورځنګ د مبارزې په لومړیتوب کې دي.
هغه ټینګار وکړ، تر هغه چې وروستی فلسطیني اسیر ازاد نه شي موافقه نه بشپړیږي.


















