کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)
په ډیره اسماعیل خان کې وسلهوالو د پولیسو په روزنیز مرکز برید کړی چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې شپږ وسلهوال وژل شوي، او د وسله والو برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۱۳ پوليس نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنۍ ليکي، دغه عملیاتو څو ساعته دوام وکړ، ټول نوي روزل شوي پولس په خوندي ډول له سیمې ایستل شوي، او د برید اصلي مرکزونه او د نادرا دفتر تصفيه شوي دي.
پاکستاني طالبانو يا د حکومت ضد وسله والو ته نږدې سرچينو ليکلي، چې په دې بريد تر پنځوس کسانو زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځينو رسنيو ليکلي، چې د “تحفظِ امارتِ اسلامي فورس” په نوم یوې نوې او تر دې مخکې ناپېژندل شوې وسلوالې ډلې د ډیره اسماعیل خان د پولیسو پر روزنیز مرکز د برید مسؤلیت منلی دی.