لبناني استازی: د غزې تړون حزبالله یوازې پرېښی او اسراییل د نوې جګړې چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)
د لبنان د پارلمان غړي غسان سکاف ویلي، د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او داسې ښکاري چې «یو څه چمتو کېږي».
نوموړي زیاته کړه، د اسراییلي بېپیلوټه الوتکو زیات حضور د دې نښه ده چې اسراییل ښايي د لبنان پر ضد نوې جګړه پیل کړي.
د هغه په وینا، د غزې تړون حزبالله سیاسي او پوځي لحاظه یوازې پرېښی دی.
سکاف ټینګار کړی چې حزبالله ته په کار ده په راتلونکو خبرو اترو کې د غزې د حل لاره د جنوبي لبنان لپاره هم ومني او له جګړې د ملاتړ پر ځای د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
بلخوا د لبنان ولسمشر جوزیف عون د اسراییلي ځواکونو وروستي بریدونه غندلي، چې د جنوبي لبنان پر ملکي تاسیساتو ترسره شوي دي.
نوموړي ویلي، دا بریدونه د غزې د جګړې تر اوربند وروسته ترسره شوي او د سولې د موافقې له روحیې سره په څرګند ډول په ټکر کې دي.
عون پوښتنه کړې چې «دا چې لبنان د غزې د جګړې له امله ښکېل شو، ایا اوس د اوربند د نمونې ملاتړ نهدی لازمي؟»



