مولوي امیرخان متقي: د هند او افغانستان راتلونکې اړیکې روښانه دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د سفر پر مهال د «دارالعلوم دیوبند» له دیني مدرسې څخه لیدنه کړې او د علماؤ او خلکو له تاوده هرکلي يې مننه کړې ده.

نوموړي وویل، «تر اوسه سفر ډېر ښه تېر شوی، نه یوازې د دیوبند مدرسې خلک، بلکې د ټولې سیمې اوسېدونکي د هرکلي لپاره راغلي وو، زه د دوی له دې تود هرکلي څخه منندوی یم.»

مولوي متقي د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې «روښانه او د همکارۍ ډکې» وبللې او زیاته یې کړه چې کابل د هند سره د متقابل درناوي، سوداګرۍ، فرهنګي اړیکو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو پراخېدو غوښتونکی دی.

هغه د هند له «ویویکانندا نړیوال بنسټ» (VIF) له مشرانو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ژور تاریخي، اقتصادي او تمدني تړاوونو یادونه هم وکړه.

د VIF په وینا، متقي د هندي شاعر او لیکوال رابندرانات ټاګور د «کابلي والا» کیسه هم یاده کړه، چې د یو افغان سوداګر د انسانیت او مینې سمبول ګڼل کېږي. د هغه د دې خبرې یادونه د غونډې ګډونوال متاثره کړل.

د هند رسنیو ویلي، د متقي دا سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا احیا په لور یو مثبت ګام بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button