دیوبند او افغانان، یو ځلې بیا په دې لار راشه!

ليکنه: قاري عبدالستار سعید

دیوبند او افغانان، یو ځلې بیا په دې لار راشه!

د افغانستان خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي هند ته د سفر په لړ کې دارالعلوم دیوبند ته ورغلی. په میډیا کې له راغلیو انځورونو ښکاري چې استقبال یې کمساری دی. دغه استقبال یوازې رسمي او تشریفاتي نه دی، بلکې صمیمیت او معنویت په کې له ورایه ښکاري. د دارالعلوم دیوبند علماء او طلباء داسې احساسوي لکه کوم ورک نادرک خپلوان یې چې له ډېرو مودو وروسته کور ته راغلی وي او اوس نه پوهیږي څنګه، په کومه ژبه او کومو احساساتو یې هرکلی وکړي.

هوکې، د هند له اسلا/مي ټولنې په خاص ډول دارالعلوم دیوبند سره د افغانانو اړیکه همدومره پخوانۍ، همدومره ژوره، همدومره محکمه او همدومره له مینې او معنویت ډکه ده.

که له دې راتېر شو چې د لوی هند تر زړه پورې د اسلا/م بیرغ د محمود غزنوي په لاس رسېدلی و، نو تاریخ شاهد دی چې په دې هواره او زرخیزه سیمه د زر کلن اسلا/مي حاکمیت تداوم د غوریانو، ایبک او التمش خاندان، خلجیانو، لودیانو او سوریانو د وینو او خولو مرهون دی، هغوی چې په یو نه یو ډول یې د افغانستان له مردخیزې جغرافیې سره تړاو درلود.

په معاصر تاریخ کې که د احمد شاه بابا د پاني پت حماسه نه وای، نو د هند د مسلمانانو وروستۍ تکیې ( بابري دولت) له خپل وخت نه سل کاله وړاندې د سقوط شرایط پوره کړي وو. د احمد شاه بابا او علامه شاولي الله صاحب ليک رالیک، د میسور له ټیپو سلطان او د بنګال، اړیسه او بیهار له نوابانو سره د شاه زمان مکاتبې، له شاه محمد اسمعیل او سید احمد شهیـ/د نه د امیر دوست محمد خان تود هرکلی او د مولانا عبیدالله سندهي په مشرۍ د وریښمین دوسمال تحریک او جلاوطنه حکومت څخه د امیر حبیب الله کوربتوب د دې زر کلنې دوستۍ هغه وروستۍ پردې دي چې تاریخ په خپله حافظه کې ځای ورکړی.

خو غرني افغانستان هموار هند ته یوازې صف ماتوونکي غا/زیان، رسا ویشتونکي سپاره او نه ماتیدونکې فا/تحان نه دي ډالۍ کړي. بلکې د علم او عرفان په برخه کې یې هم په دې خاوره پیرزوینې درلودلې دې. د چشتیه او نقشبندیه مجددیه روحاني کورنیو غوندې د هند د اکثرو علمي او روحاني سلسلو ريښې بیرته تر افغانستان پورې رسیږي.

بالمقابل افغانستان هم د لوی هند له علمي، روحاني او فرهنګي ثروت او ظرفیتونو څخه په پراخه پیمانه علمي او عرفاني استفاده کړې ده. په خاص ډول له اوومې هجري پیړۍ وروسته چې د افغانستان علمي مراکز هم د ماوراء النهر د علمي بنسټونو په شان د چنګیزي تاړاک د آسونو تر څوو لاندې دل شول، له دې تاړاک نه په څنګ پاته هند د حنفي ــ ماتریدي منهج د علمي، کلامي، فکري او روحاني مرکزیت اعتبار خپل کړ.

بیا به که د افغانستان علماء کرامو د حنفي فقهې متعبر کتاب الهدایه لوست نو په بیاض یې د هند د ملا الهداد حاشیو پام جلباوه. د مشکات مغلقات یې د محدث دهلوي ( مولانا عبدالحق) په اشعة اللمعات حل کول،په تصوف کې یې د حلول عقيده د امام رباني شیخ احمد سرهندي په مکتوباتو رد کوله او د کلیوالي مدرسو د طالبانو په لاسونو کې درسي کتابونه او شروح لکه نور الانوار، سلم العلوم، مسلم الثبوت، شمس البازغة، قاضي، حمدالله او ډېر نور د هندي علماء کرامو لکه ملا احمد جیون، قاضي محب الله بهاري، عبدالحکيم سیالکوټي، ملا محمود جونپوري، نظام الدین السهالوي، عبدالحی اللکنوي، قاضي محمد مبارک، مولوی حمدالله سندیلوي او نورو تصنیفات وو. اما دغه علمي افاده او استفاده یو اړخیزه نه وه، ځکه که ژور نظر وشي هندي علماوو اکثر هغه قواعد او متون تشریح کړي چې د افغانستان د علماوو لکه سعد الدين تفتازاني، میر سيد سند او نورو پخوانیو علماوو په لاس لیکل شوي یا وضع وو .

د بابري دولت له سقوط او پر هند د انګریزي اشغال له پیل سره د دې وېره موجود وه چې دغه د علم او عرفان زانګو به خدای مکړه د مسلمانانو دوهم اندلس وي. خو دا د دیوبند د مؤسسینو مولانا محمد قاسم نانوتوي او مولانا رشید احمد ګنګوهي په شان دردمنې هستۍ وې چې نه یوازې د هند د مسلمانانو بلکې د ټولې جنوبي اسیا د مسلمانو ولسونو عقیدوي، فکري او فرهنګي خوندیتوب یې تضمين کړ. هغوی د دارالعلوم دیوبند په نوم یوه داسې مدرسه تأسیس کړه چې د استعمار او باطلو فرقو له اذیت څخه يې سوچه او منل شوي حنفي ــ ماتریدي منهج ته نجات ورکړ.

دارالعلوم دیوبند په هند کې د یوه لوی علمي، روحاني او فکري تحریک پيلامه شو، ورپسې د همدې سلسلې نورې کړۍ لکه مظاهر علوم سهارنپور او ندوة العلماء لکهنو په شان مدارس تاسیس شول. دې مدارسو د شیخ الهند او علامه شبیر احمد عثماني غوندې خلک وروزل چې کابلی تفسیر يې زموږ د ټولنې تر ټولو معتبره ژباړه او مشهور تفسیر ګڼل کیږي. همدلته مولانا خلیل احمد سهارنپوري تربیه شو چې په المهند علی المفند کې یې ماتریدي عقیده له سره تعریف او په سنن ابوداود یې د بذل المجهود په نوم نړیواله پیژندل شوې شرحه ولیکله. همدلته مولانا محمود الحسن ګنګوهي مدرس و چې امت ته یې په ۳۱ ټوکه کې فتاوای محمودیه وړاندې کړه. همدلته علامه انور شاه کشمیري د تدریس په مسند تکیه وهلې وه چې عرب او عجم علماء یې نبوغ ته ګوته په غاښ و او بالاخره همدې علمي تسلسل علي میان مولانا ابوالحسن علي ندوي وزیږاوه چې د عجمو علماوو د تندي آب ګڼل کیده.

لکه وړاندې چې وویل شول د دارالعلوم دیوبند په پيروي په ټول بر صغیر کې د ورته مدارسو د تأسیس لړۍ پيل شوه. همدا مدارس و چې د انګریزي سل کلن اشغال په تورتم کې يې د برحقې اسلامي عقیدې، سوچه فکر او فرهنګ پيلوزی بل ساتلی و او مسلمانان یې نسل په نسل له د غربي فرهنګي یرغل له تاثیراتو ساتل.

په دې سلسله کې له افغانستانه هم ډېر د علم تږي له دې چینې اوبه شوي دي. د افغانستان د سپین ږیرو علماوو ژوندلیکونه که ګورئ داسې په کې ډېر پیدا کیږي چې په دیوبند کې د شیخ الهند، علامه کشمیري یا مولانا حسین احمد مدني د تلمذ ویاړ لري. دا هم مسلمه ده چې د افغانستان د اکثرو فارغو علماء کرامو د احادیثو د سند سلسله په دیوبند یا سهارنپور ورځي او بیا تر شاه محمد اسحاق، شاه عبدالعزیز او شاه ولي الله محدث دهلوي پورې رسیږي.

که د دیوبند علماء کرامو د دیني تعلیماتو او مفاهيمو د ساتنې، تشریح او تبیین لپاره خولې تویې کړې، نو زموږ د هیواد علماوو او طلباوو بیا د همدې دین د حفاظت لپاره د تن وینې قربان کړې دي. همدغه د اشتراک نقطه ایجابوي چې د افغانستان د علماوو او دارالعلوم دیوبند تر منځ همیشنۍ اړیکې رامنځته او دغه هیره شوې تاریخي خپلوي راتازه شي.

دارالعلوم دیوبند ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر د دې تاریخي دوستۍ د راژوندي کولو یوه ښه پيلامه ګڼل کیدای شي. باور لرم چې د دارالعلوم دیوالونو او درسګاوو به د افغان هیئت د ځانګړي مسنون سیرت او صورت، ږیرو او لونګیو په لیدو د حال په ژبه ویلي وي چې:

یو ځلې بیا په دې لار راشه

په پخوانو پلونو دې پرېوتل ګردونه.

مربوطه مطالب

Back to top button