کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تیره شپه د اسلامي امارت وسلوالو ځواکونو د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان د حریم د مکرر نقض او هوایي بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوستو انتقامي او بریالي عملیات ترسره کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا عملیات د شپې شاوخوا دولس بجې پای ته رسېدلي او افغان ځواکونه د هېواد د خاورې د بشپړ دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.
دفاع وزارت زیاتوي، که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي، د اسلامي امارت وسله وال پوځ به کلک او پرېکنده ځواب ورکړي.