دکتور لطف الله خيرخوا
کله چې په يوه سيمه کې خلک وسله را اخلي، له مستۍ او خوشماشۍ يې نه را اخلي. وسله را اخيستل د انسان وروستی انتخاب وي. د افغانستان تجربې ته په کتو؛ د ستونزې ريښه بحث کول لومړنی کار دی. افراد، امکانات، وسايل، ملاتړ، د پناه ځای، دا ټول وروستي بحثونه دي. او دا بحثونه ټول بديلونه لري. يوازېنی بحث چې بديل نه لري، هغه زموږ د فقهاء کرامو پر اصطلاح «علل القتال» دی..ى قتال علتونه په هر حالت انسان جګړې ته مجبوروي..
د جګړې د پېښېدو، پيل کېدو، اوږدېدو او سختېدو علتونه څه دي؟ دا هغه بحث دی چې ځای يې بل هېڅ بحث ته نه خالي کېږي. که جګړه کې څه افراد نه وي، نور پيدا کېږي. امکانات که ورک شي، نور پيدا کېږي…همداسې ټول مسايل..دا د جګړې د طرف مجبوري نه ده..
افغانستان کې همدغه ستونزه پېښه وه چې نه شورويانو او نه امريکايانو د ستونزې ريښه معلوموله. له لومړي سره يو روايت جوړ شو چې افغانستان د پنجاب پينځمه صوبه کېږي..دا جګړه پنجابيان کوي..
د جـهــ.اد دوران کې به چې د جمهوريت ادارې چارواکي پاکستان ته ډېر تلل، دا يې همغه د شورويانو او کمونستانو روايت ژوندی ساته چې دا جګړه پنجاب کوي..په څو مقالو کې مو دا خبره ورته روښانه کړې چې مغالطه مه کوئ، د جګړې علتونه ختم کړئ..چې د جګړې دلايل ختم نه شي، جګړه به روانه وي..
دلته زه يوې ظريفې نکتې ته د ملګرو پام را اړوم:
کاپيټلزم او مارکسزم په جګړه کې د جګړې علتونو ته قانع نه دي. هغوی وايي چې څوک قوي وي، هغه جګړه کوي او جګړه ګټي. چا سره چې مال، وسلې، وسايل، افراد او امکانات ډېر وي، هغه ګټونکی دی..!! همدا دليل دی چې د دوی ذهن افرادو، امکاناتو، وسايلو، ظروفو او ملاتړو ته ځي..دوی په جګړه کې ماده مهمه ګڼي..
دا کوم خلک چې زموږ نظام د دوحې تړون ډالۍ بولي او جــهــ.اد په کې موثر نه ګڼي، د دغه نظر څښتنان دي. په مادي لحاظ خو رښتيا هم دا جګړه له ټولې نړۍ څخه د ګټلو نه وه…
مسلمانان وايي چې د جګړې بنسټ د «حق او باطل» عملي ټکر دی. کله چې د دواړو تر منځ د جګړې عملي علت او شرط پيدا شي، جګړه پيل ده او تر هغې به روانه وي، چې عملي علت او شرط ختم شي..
دلته د مسلمانانو بله خبره دا ده: د حق او باطل جګړه کې د الله تعالی قانون دا دی چې حق به خامخا ځان ګټي او باطل به ماتېږي..د حق او باطل جګړه کې د انسانانو دخل يوازې امتحان دی..بناء مسلمان بايد په دې جګړه کې د ګډون امتحان ورکړي؛ دا ضرور ده. پر مسلمان دا ضرور نه ده چې خامخا دا جګړه وګټي يا خامخا بايد دې جګړې ته همغه وسايل پيدا کړي چې د ده دښمن سره دي..دی به په خپلو شته امکاناتو الله تعالی ته دا ښيي چې دغه زه يم، دغه مې زور دی او دغه دی ستا د دښمن مخ ته ولاړ يم..
او دا اوسنی تصور نه دی..د اسلام لومړۍ «بدر» غزا څه ډول شوې؟ افراد، امکانات او ظروف سره برابر وو؟ د مشرکينو لوری درې کرت پرې قوي و، خو پايله څه وه؟
د خندق غزا..همداسې وه..د انګرېزانو، شورويانو او امريکايانو پر ضد زموږ ټولې غزاګانې همداسې وې…دا هغه تصور دی چې ډبرې شګې کوي..اوسپنه ويلې کوي..غرونه نړوي..
د يو مسلمان ورور په حيث د پاکستان علماء کرامو ته طالبانه مشوره ورکوم چې ستاسې پوځ مسايل پر مادي ذهنيت ارزوي..دا غلطه محاسبه ده. دا د مسلمانانو په ګټه نه ده..
علماء دې له خپل پوځ وپوښتي چې:
– د پاکستاني پوځ پر ضد جګړه ولې فرض ګڼل کېږي؟
– بواح کفر په کې دی؟
– د محارب کافر ملاتړ کوي؟
– د مسلمانانو پر کورونو د بمبار کولو لپاره خو به محارب کافر ته هوايي اډې نه ورکوي؟
– مدرسې خو به په امريکايانو نه بمباروي؟
– د ځان د ساتلو لپاره خو به د دوه ميليونونو مسلمانانو وژل روا نه ګڼي؟
– کوليټرل ډيميج خو به روا نه ګڼي؟ او په لوی لاس خو به يې نه کوي؟
– مسلمانان خو به محارب کافر ته لاس تړلي نه سپاري؟
– د خپل رعيت سړي او ښځې مسلمانان خو به يې محارب کافر ته نه وي سپارلي؟
– په زندانونو کې خو به يې مسلمانان ژوندي نه ورکېږي؟
– د مسلمانانو ښځې او ماشومان خو به زندانونو کې نه ساتي؟
– د بې ګناه مسلمانانو کورونه خو به نه بمباروي؟
د مسلمانانو حقوق خو به نه پايمالوي؟
– مسلمانان خو به يې له خپلو کورونو او سيمو هجرت کولو ته نه وي مجبور کړي؟
– د «لا پته» افرادو دعوی خو به پرې نه وي؟
– د مسلمانانو په جرګو مرکو خو به کله ډزې يا بمبار نه کوي؟ د خبرو ځای کې خو به مسلمانان نه شهيدانوي؟
– علماء، سپين ږيري، پوهان، د خبرې خلک او خالي لاس هوښياران خو به نه شهيدانوي؟
– مدرسې خو به نه بمباروي؟
– د نبوي احاديثو شيوخ خو به نه شهيدانوي؟
– که پورته کارونه يې کړې وي، نو چې دا به اوس د جګړې علتونه وي که نه؟
که دا نه وي، نور علتونه به وي، بايد پيدا شي او بحث شي..ګني د بديل وړ مسايل شاربل ګټه نه کوي..خلک غافل کول ګټه نه کوي..روايتونه جوړول ګټه نه کوي..
بيا يې خلک چې کله ځان پر حق وبولي، جګړې ته مجبورېږي..
د افرادو، وسلو، وسايلو، پيسو، ظروفو، ملاتړو او پټنځايونو شتون د جګړې علت نه دی، ګني ټولې نړۍ به جګړه کوله..
الله تعالی دې دا مشکل حل کړي، موږ پرې خفه يو..