برېتانیا د غزې لپاره ۲۰ میلیونه پونډه نوره بشري مرسته اعلان کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان کړی چې هېواد به یې د غزې جګړه‌ځپلو خلکو سره د ۲۰ میلیونه پونډو په ارزښت نوې مرسته وکړي، چې شاوخوا ۲۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي. نوموړي دا څرګندونې په مصر کې د جګړې د پای ته رسولو نړیوالې غونډې ته د رسېدو پر مهال وکړې.

د راپورونو له مخې، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف)، د خوړو نړیوال پروګرام او د ناروې د کډوالو شورا له لارې هغو فلسطینیانو ته ورسېږي، چې د لوږې، خوارځواکۍ او ناروغیو له خطر سره مخ دي.

برېتانوي چارواکو ویلي، دا هېواد به د غزې د بیا رغونې په تړاو درې‌ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه‌توب هم وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button