کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر “انجینر ګلبدین حکمتیار” پر خپله ایکس پانه د پاکستان د هوایی برید ته په غبرګون کې لیکلي:” پاکستان اوامریکا د افغانستان په شل کلن اشغال کی همغږی ول، د دواړو تر منځ پراخه او عملي همكاري وه او اوس هم د دوى له اظهاراتو، تحركاتو او ليدنو كتنو معلومېږي چي تصميم او اقدام به یې په ګډه وي.”
نوموړي زیاته کړی:” دا ګواښونه له موږ د ټولو هغو افغانانو ګډ، معقول او عملي تصميم ايجابوي چې متحد او خپلواك افغانستان ته ژمن دي او د هيچا تېرى نه مني، تر نن وړاندي یې د يرغلګرو مقابله كړې او په راتلونكي كې د هر يرغلگر د مقابلې هوډ او همت لري.”
د حزب اسلامي افغانستان مشر د ګاونډیو هیوادونو د ناسالمو رقابتونو په هلکه ویلی:” راځئ پرېنږدو رقيب هېوادونه له افغانستان د خپلو مخامخ او نيابتي جگړو او رقابتونو ډگر جوړ كړي، هند له پاكستان سره، ايران له عربي هېوادونو او امريكا سره او امريكا له چين او روسيې سره خپلي جګړي، سياسي او اقتصادي رقابتونه زموږ هېواد ته راانتقال كړي.”
ښاغلی حکمتیارد هغو کسانو په غندنه کی چې په دیرشل کاله کی د پردیو ګټو لپاره د خپل ولس خلاف جنگېدلي او نن یې بيا راتلو ته منتظر دي ویلی:” هغوی چي پرون یې له خپل ولس او هېواد سره دا خيانت كړى، د پرديو د ګټو لپاره د خپل ولس خلاف جنگېدلي او نن یې بيا راتلو ته منتظر دي، بلنه وركوي چي د مخكي په څېر د بلي نيابتي جگړي كرايي جنګيالي شي، دوى بايد له نن وروسته د داسي څه ويلو او كولو هيڅ مجال او توان تر لاسه نه كړى شي.”
حکمتیار په پای کی پرافغان مسلمان ولس غږ کړی، چې خپل كورني او بهرني دوستان او دښمنان د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او معيارونو له مخي وټاكي، هغه زیاته کړی:” افغانان بايد خپل كورني او بهرني دوستان او دښمنان د خپلو ديني او ملي ارزښتونو او معيارونو له مخي وټاكي، ماضي او تاريخي حقائقو موږ ته هم كورنی او بهرنى دوست راښودلى او هم دښمن، مطمئن يو چي افغان مؤمن او هوښيار ولس د دوست او دښمن په پېژندو كي نور اشتباه نه كوي، پرون یې د دښمنانو توطئې شندې كړې او د استقلال او آزادۍ لپاره یې بې دريغه قربانۍ وركړې، بيا به هم له خپل هېواد څخه په مېړانه دفاع كوي”.