یحیی سریع: که صهیونیستي رژیم له اوربند سرغړونه وکړي، زموږ غبرګون به سخت وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبرداری ورکړی، که صهیونیستي رژیم د اوربند له تړون څخه سرغړونه وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
سریع ویلي، د یمن د وسلهوالو ځواکونو ټولې تیارۍ بشپړې کړي دي او د فلسطیني ولس پر وړاندې د هر ډول تېري او اوربند ماتولو په صورت کې به د صهیونیستي رژیم نظامي او ستراتیژیک اهداف بیا د بریدونو لاندې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطین د ازادۍ مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې او یمن به د فلسطین د مقاومت ترڅنګ ولاړ پاتې شي تر څو د قدس بشپړه ازادي ترلاسه شي.
د یادونې وړ ده چې د حماس او صهیونیستي رژیم ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته د یمن د وسلهوالو ځواکونو مشرانو ویلي وو، چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به د خپلو ژمنو عملي کولو ته چمتو وي.



