اسلامي امارت د پاکستان د مظاهرهچیانو د مرګ ژوبلې په اړه خواشیني څرګنده کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
اسلامي امارت د پاکستان په اسلام اباد کې د تحریک لبیک د احتجاجي لاریونونو پر مهال د عامو خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مظاهرهچیانو غوښتل خپل اعتراضونه تر اسلام آباد پورې په سولهییز ډول وړاندې کړي، خو د پاکستاني پوځ له لوري په هغوی بریدونه شوي دي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ملکي خلکو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی او مرګ ژوبله سخت خواشیني او اندیښنه رامنځته کړې ده. اسلامي امارت د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټول پاکستاني ولس سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپيانو ته يې عاجله شفا غوښتې ده.
په پای کې اسلامي امارت له پاکستاني حکومت او حاکمو غوښتنه کړې چې د خپلو خلکو پر وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او شخړې د خبرو، مفاهمې او سولهییزو لارو حل کړي.



