په غزه کې د فلسطيني بندیانو د خوشې کولو چمتووالی روان دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د الجزیرې د راپور له مخې، د سره صلیب نړیواله اداره په ديرالبلح سیمه کې د هغو فلسطيني بندیانو د لېږد لپاره چمتووالی نیسي، چې د خوشې کېدو پرېکړه یې شوې ده.
د اسراییلو د بندیانو چارو همغږي کوونکي ویلي، د سره صلیب کاروان به له ۸ تر ۱۰ موټرو ولري، او له هرې ډلې سره به د هرکلي یو ځانګړی ټیم مل وي، چې پکې د ارواپوهنې او روغتیا متخصصین شامل دي څو له بندیانو سره د رواني او روغتیایي پلوه مرسته وکړي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د زندانونو اداره د فلسطيني بندیانو د خوشې کولو لپاره د چمتووالي ټولې چارې بشپړې کړې دي.
د «کان ۱۲» تلویزیون وايي، د خان یونس ښار او د غزې د منځنۍ سیمې د کډوالو له کمپونو پاتې فلسطيني اسیران نن سهار په لسو بجو خوشې شي، په داسې حال کې چې «سيانان» د یوه باوري سرچینې له قوله زیاتوي، د اسراییلي اسیرانو خوشې کول به د سهار په اتو بجو پیل شي او په درې پړاوونو کې به ترسره کېږي.
له بلې خوا، د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسراییلي پارلمان ته په لېږلي پیغام کې ویلي، نړۍ د تاریخ د ستر دیپلوماتیک بدلون پر درشل ولاړه ده.
نوموړي زیاته کړې، دا لومړی ځل دی چې ټول لوري په یوه خبره، یعنې سولې، موافق دي، او دا شېبه یې «تاریخي» بللې ده.
ټرمپ ټینګار کړی، چې د اسراییل او سیمې د سوکالۍ او دوامدارې سولې لپاره به هڅې دوام ولري.



