د بندیانو د تبادلې بهیر پیل شو؛ حماس نن د ۲۰ اسراییلي بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
ځانګړو سرچینو ویلي، د فلسطین مقاومت د ژوندي اسراییلي بندیانو د سپارلو بهیر رسماً پیل کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د سره صلیب کاروانونه دا مهال د غزې په بېلابېلو سیمو کې د هغو ځایونو پر لور روان دي، چې ټاکل شوې له هغه ځایه اسراییلي بندیان ترلاسه کړي.
د اسراییلو د «یدیعوت احرونوت» ورځپاڼې په وینا، سره صلیب خبر ورکړی چې د ځینو اسراییلي بندیانو روغتیايي حالت نازک دی.
هممهاله د حماس اړوند القسام ليواء د ۲۰ تنو ژوندي اسراییلي بنديانو نوملړ خپور کړی، چې پرېکړه شوې په څو شيبو کې خوشې او سره صليب ته وسپارل شي.
سرچینې زیاتوي، یو دیپلوماتيک پلاوی او د سره صلیب استازي د اسراییلو د «عوفر» زندان ته هم رسېدلي، څو د فلسطيني بندیانو د لېږد چارې تنظیم کړي.
ټاکل شوې، فلسطيني اسیران هغه مهال خوشې شي چې د اسراییلي بندیانو سپارل بشپړ شي.



