غزه کې مقاومت ځواکونو د یاغي ملیشې پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)

غزې څخه سرچینې وایي، چې مقاومت ځواکونو د هغو یاغي ملیشو پر ضد پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړي، چې د سیمه‌یز نظم د ګډوډولو هڅه یې کوله.

راپورونه څرګندوي، چې د “ابو شباب” په مشرۍ یاغي ډله له څو ساعتونو محاصرې وروسته د مقاومت ځواکونو تر کلک فشار لاندې راغلې ده.

امنیتي سرچینې زیاتوي، دا عملیات د مقاومت د ځانګړو واحدونو له لوري د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل شوي او هدف یې د داخلي ګډوډۍ مخنیوی او د غزې د امنیت ټینګښت دی.

تر اوسه د نښتو د تلفاتو کره شمېر نه‌دی څرګند؛ خو عیني شاهدان وایي، د یاغي ډلې څو مرکزونه ویجاړ شوي او ګڼ غړي یې نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button