په غزه کې د ۱۲۴ تنو مړي له ورانو شویو ودانیو را ایستل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د ورانو شویو ودانیو له لاندې د ۱۲۴ تنو مړي را ایستل شوي او ۳۳ نور ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې (UNRWA) په وینا، د غزې اوسېدونکي لا هم له سختې لوږې، خوارځواکۍ او د قحطۍ له خطر سره مخ دي. دغه اداره وایي، د بشري مرستو کموالی د سیمې وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه مهاله چې د حماس او اسراییلو ترمنځ جګړه پیل شوې، تر اوسه په غزه کې ۶۷ زره او ۸۰۶ تنه وژل شوي او له ۱۷۰ زرو زیات نور ټپیان دي.



