د خیبر پښتونخوا نوی اعلی وزیر وټاکل شو؛ اپوزېسیون یې ټاکنه «غیر قانوني» بولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالتي پارلمان غړی سهیل اپریدي د دې ایالت د نوي اعلی وزیر په توګه ټاکل شوی دی. د پارلمان د ویاند په وینا، له ۱۴۵ غړو څخه ۹۰ غړو اپریدي ته رایه ورکړې ده.

خو د اپوزېسیون غړو د پارلمان دا غونډه «غیر قانوني» بللې او له تالاره وتلي دي.

د اپوزېسیون مشر ډاکتر عبدالله د نوي اعلی وزیر ټاکنه له قانوني پلوه ناسمه بللې او ویلي یې دي، په دې اړه به محکمې ته عریضه وکړي.

نوی اعلی وزیر داسې مهال ټاکل کېږي، چې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د مخکیني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور استعفا نه ده تائید کړې او ویلي یې دي، د هغه د لاسلیکونو پر اصالت شک لري. قانوني ماهرین په دې اړه بېلابېلې څرګندونې لري؛ ځینې د والي اقدام سم بولي، خو نور بیا وايي، ګنډاپور د غونډې په ګډون سره خپله استعفا په عملي ډول تائید کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button