حماس: اسراییل د زور له لارې د خپلو بنديانو په خوشي کولو کې پاتې راغلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویلي، اسراییل ونه توانېد چې د زور له لارې خپل بنديان خوشي کړي او بالاخره د مقاومت د شرطونو منلو او د بنديانو د تبادلې هوکړې ته اړ شول.
حماس ټینګار کړی چې د اسراییلي بنديانو د خوندیتوب لپاره یې ټولې هڅې کړي، خو اسراییلي لوري له خپلې خوا د فلسطیني بنديانو پر ضد ظالمانه چلند کړی دی.
د القسام څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د وروستي لاسليک شوي تړون او له هغه سره تړلو مهال‌ویشونو ته ژمن دي، تر هغه چې اسراییل هم خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
القسام زیاته کړې چې د اسراییلي پوځ د استخباراتي پياوړتيا او پوځي ځواک باوجود، د خپلو بنديانو په ازادولو کې پاتې راغلي دي.
له بلې خوا، د “اسراییل هیوم” ورځپاڼې د راپور له مخې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې اووه تنه اسراییلي بنديان د اسراییلي پوځ چارواکو ته سپارلي دي.
د سره صلیب ویاند ویلي، دوی د اوربند له تړون سره سم د بندیانو د تبادلې د اسانولو بهیر پیل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button