صهیونیستي کابینې د مروان البرغوثي د خوشې کولو مخالفت کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د صهیونیستي رژیم کابینې د فلسطیني بندي مشر مروان البرغوثي د خوشې کولو مخالفت کړی دی.

مروان البرغوثي د فلسطین د آزادۍ دیموکراتیک غورځنګ (الفتح) مخکښ غړی دی، نوموړی په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د صهیونیستي پوځ له لوري د لوېدیځې غاړې له رام‌الله ښار څخه ونیول شو.

صهیونیستي محکمو البرغوثي په هغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی چې د دویم انتفاضې (پاڅون) پر مهال ترسره شوي وو، او په دغو بریدونو کې سلګونه صهیونیستان وژل شوي وو. همدا تورونه د ده پر ضد د پنځو عمري بندونو او یو شمېر اضافي کلونو د بند سزا لامل شول.

د حماس اسلامي غورځنګ له لوري د هغه د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.

شنونکي وایي، البرغوثي د فلسطین د اوسني ولسمشر محمود عباس سیال بلل کېږي او د الفتح ګوند دننه پراخ ملاتړ لري. د هغوی په باور، که نوموړی خوشې شي، د فلسطین راتلونکی ولسمشر کېدلی شي او د هغه په حکومت کې به حماس او نورې مقاومتي ډلې هم پراخه ونډه ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button