د امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ په دولتي ادارو کې نوي بدلونونه رامنځته شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، د امارت د مشر د حکم پر بنسټ په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او قول اردوګانو کې د لوړپوړو چارواکو په کچه بدلونونه رامنځته شوي دي.
د نوموړي په وینا، د نیمروز پخوانی والي شیخ محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معین ټاکل شوی، او حاجي محمد وزیر بادشاه د همدې وزارت د تأمیناتو معین مقرر شوی دی. همدارنګه ملا عبدالحق همکار د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین، او حافظ محمد امین جان عمري د مخابراتو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوي دي.
په نویو ګمارنو کې مولوي عبدالقیوم روحاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان، ملا محمد حنیف حمزه د بادغیس والي، او مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز والي ټاکل شوي دي.
دغه راز، مولوي عبدالله مختار د خوست والي، قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان امنیه قومندان، او مولوي محبالله حماس د ننګرهار امنیه قومندان مقرر شوي دي.
د امارت د ویاند په وینا، یاد بدلونونه د اداري چارو د لا ښه سمون او اغېزمن خدمت لپاره ترسره شوي دي.



