منظور پښتین: پاکستاني پوځ د ماتې غصه پر عامو پښتنو او افغانانو ایستلې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان پوځ د جنګي جرمونو ستر جنايتکار دی او تل یې د جګړې د ماتې غصه پر عام ولس، ښځو او ماشومانو ایستلې ده. هغه ویلي، چې د پوځ د بریدونو زیاتره قربانيان بې‌ګناه پښتانه او افغانان وي.

پښتین په یوه اعلامیه کې ویلي، کله چې پنجابي پوځ د جګړې په ډګر کې زیان ویني، نو د انتقام په توګه د پښتنو سیمې بمباروي، چې ثبوتونه یې په وروستیو کلونو کې په سوات، باجوړ، وزیرستان، کرم، بنو او نورو سیمو کې ښکاره شوي دي.

 د پښتون په وینا، د همدې ظلمونو دوام کې د پاکستان پوځ د وزیرستان په میرعلي کې د ډرون برید له امله یوه اوه کلنه ماشومه شهیده کړې او یوه ښځه یې ټپي کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې پاکستاني پوځ همداسې وحشیانه کړنې اوس په افغانستان کې هم ترسره کوي، لکه د چمن پېښه چې اوه افغان مزدوران یې وژلي او په کابل کې یې د ماشومانو ښوونځي بمبار کړی دی.

پښتین ټینګار کړی چې د دې جنګي جرمونو پر ضد باید هر پښتون افغان خپل غږ پورته کړي، او د همدې موخې لپاره به د اکتوبر په نولسمه نېټه د ټېکساس په ښار کې د پي‌ټي‌اېم ځانګړې جرګه جوړیږي، ترڅو دا قضیه د نړیوالو عدالتونو له لارې تعقیب کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button