ذبيح الله مجاهد: د پاکستان په غوښتنه اوربند نن ماښام له پنځه نيمو بجو وروسته پلی کېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد اعلان کړی، چې د پاکستاني لوري په غوښتنه او اصرار به نن ماښام له پنځه نيمو بجو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند عملي شي.
ښاغلي مجاهد په خپل رسمي اېکس (پخواني ټويټر) حساب کې ليکلي، اسلامي امارت خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې له ټاکل شوې مودې وروسته تر هغه وخته پورې د اوربند مراعت وکړي، څو پورې چې له بل لوري تجاوز نه وي شوی.
د يادونې ده چې تېره شپه د پاکستاني پوځ لخوا د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې ملکي کورونه او سيمې په نښه شوې، چې له امله يې عامو خلکو ته مرګژوبله واوښته.
سرچينې وايي، د ياد بريد په ځواب کې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو نن سهار د پاکستاني پوځ پر پوستو ځوابي بریدونه وکړل، چې له امله يې پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګژوبله رامنځته شوې ده.


