افغانستان انټرنيشنال او زاويه نيوز خپل حيثيت بايللی دی

ليکنه: عبدالسمیع شېرزاد
د جمهوريت له سقوط وروسته د ځينو راپورونو په خپرولو سره يادو رسنيو د خلکو پام ځانته واړاوه ، ليدونکي يې تر پخوا زیات شول؛ څو په دې وروستیو وختونو کې بالخصوص د پاکستان سره د رواني جګړي پرمهال يادو رسنيو خپل حيثيت صفر سره ضرب کړ، تيره ورځ د ننګرهار پوهنتون يو محصل راته وويل: افغان انټرنيشنال مي په دی خاطر انفالو کړه، چې د پاکستان په ګټه يې خپرونې کولي.
افغان ولس د زاويه نيوز له خپرونو ځکه ناراضه دی، چې همېشه د ويرې او تشويشونو راپورونه خپروي….
د افغان ولس له منځ څخه ډيری جمهوریت پلوي خلک چې له طالبا.نو سره فکري اختلاف هم لري، د داسي رسنيو او سوشل ميډيا کې د ځينو خپرونو مخالفت ځکه کوي، چې اوس وخت کې د پاکستان په مقابل کې اتحاد ته ضرورت دی، دوی ټول په دې اند دي، چې د هېواد او دين د دفاع په خاطر څپل منځي کوچني اختلافات شاته غورزول پکار دي…..
همدا نن ورځ مي د څو هېواد والو له خولې واوريدل چې نور به هیڅکله د زاويه نيوز او افغان انټرنيشنال خپرونې ونه ګورم، ځکه هغوی د اوسنۍ جګړې پرمهال د پنجاب لوډسپيکر جوړ شوي، د افغان ځواکونو هیڅ يوه بریا يې خپره نه کړه، آن په هغه ويډيو ګانو يې ځان غلی نيولی، چې افغان ځواکونو د پاکستاني پوځیانو مړي او بنديان افغان خاوري ته راوړي……
زما په شخصي نظر: اصيل افغان هغه څوک دی، چې د خپل ورور سره يې که جنګ راشي، خو د پردې په مقابل کې ورور يوازي نه پريږدي، له ورور مخکي د جګړې ډګر ته دانګي….


