عمران خان: د افغانستان او پاکستان جګړه د دواړو هېوادونو په زیان ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکې ترینګلتیا وضعیت «د اندېښنې وړ» بللی دی او ویلې یې دي چې که دواړه ګاونډي مسلمان هېوادونه جګړه وکړي نو دا به د هېڅ یو په خیر نه وي.

ښاغلي خان دغه څرګندونې د اډیاله زندان څخه په خپاره شوي بیان کې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه له خپل حکومت غوښتي چې که له افغانستان سره شخړه حل نه شي، نو له هغه سره دې شرطی خوشي کېدو ته چمتووالی وښيي تر څو نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل او دایمي سولې راوستلو لپاره خپل رول ادا کړي.

عمران خان په خپل پیغام کې دا هم ټینګار کړی چې د سیمې ثبات د دواړو هېوادونو او د سیمې د خلکو په ګټه دی، او هر ډول پوځي شخړه به له بشري او اقتصادي زیانونو پرته بل څه ونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button