عمان له زلزله‌ځپلو سره ۱۰۰ مټریک ټنه مرسته وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، د عمان هېواد له لوري د زلزله‌ځپلو افغانانو لپاره شاوخوا ۱۰۰ مټریک ټنه مرستندویه توکي استول شوي، چې لومړۍ محموله یې نن (پنجشنبه) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده.

د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف‌الدین مسلم د مرستو د رارسېدو پر مهال وویل، په دې مرسته کې خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل دي چې پر زلزله‌ځپلو به ووېشل شي. هغه زیاته کړه، د مرستو پاتې برخه به هم په نهو نورو الوتکو کې کابل ته رارسېږي.

مولوي مسلم له نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل، چې د کورونو د بیارغونې او سرپناوو د برابرولو په برخه کې له زلزله‌ځپلو سره مرسته وکړي، ځکه د ده په وینا، ژمی رانږدې شوی او ډېری زیانمن شوي کورنۍ د استوګنې ځای نه‌لري.

مربوطه مطالب

Back to top button