د افغانستان او پاکستان لوړپوړي امنیتي چارواکي د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)

باوري سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي، چې د افغانستان د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو پوځي نښتو او هوايي بریدونو له زیاتېدو وروسته ترسره کېږي.

د پاکستان له لوري د دفاع وزیر خواجه اصف او د استخباراتو رییس عاصم ملک په مشرۍ پلاوی په دې خبرو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې دواړه خواوې د سرحدي وضعیت، وروستیو بریدونو او د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو بحث وکړي.

سرچینې وایي، د دې مذاکراتو موخه د جګړې د پای ته رسېدو، د اړیکو د عادي کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ د بیا پیاوړتیا هڅه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button