کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، افغان ځواکونو په وروستیو نښتو کې پاکستاني پوځ ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، چې اسلاماباد یې لالهانده کړی دی.
راپور زیاتوي، چې افغان ځواکونو د سرحدي پوستو پر ضد دقیق او چټک بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې د پاکستان یو شمېر مهم پوځي تاسیسات زیانمن شوي او د هغوی دفاعي سیستم ګډوډ شوی دی.
راپور زیاتوي چې ، دغه بریدونه د افغان ځواکونو د قوت څرګندونه کوي او دا ثابته شوې، چې یو نوی خو باعزته ځواک هم کولای شي یو اټومي ځواک لرونکی هېواد حیران او بېوسه کړي.


















