لطيف الله قمري
د يادو اصولو له مخې د جګړې اړخونه بايد د ملکي وکړو او سيمو ساتنه وکړي، په قصدي ډول ملکي سيمې او افراد ټارګټ کول بشري او جنګي جنايت دی.
د احتياط اصل: د جګړې اړخونه مکلف کوي، تر څو د نظامي اهدافو په نښه کولو کې له پوره احتياط څخه کار واخلي، تر څو ملکي افراد، سيمې او املاک له ضرر څخه خوندي شي.
همدارنګه د تناسب اصل: موږ ته را يادوي چې په نظامي عملياتو کې د ملکي وګړو او نظامي اړتياو ترمنځ تناسب په نظر کې ونيول شي.
که په عادلانه او بې پرې شکل وکتل شي، د پاکستاني پوځي رژيم له لوري، پر کابل، کندهار او پکتيکا تر سره شوي بريدونه په ملکي سيمو او افرادو تر سره شوي، د پاکستاني پوځي رژيم لخوا د يادو بريدونو د توجيح ادعاګانې يو په يو غلطې ثابتې شوي.
په کابل تر سره شوي بريد کې د TTP د مشر ټارګټ کولو ادعا په داسې شکل غلطه ثابته شوه چې حتا خپله پنجابي پوځ يې هم اوس يادونه شرم ګڼي.
په تايمني کې د يوه عام ملکي افغان کور او پر لار روان د تیلو ټانکر ټارګټ شول، دواړه هيڅ ډول نظامي اهداف نه وه.
په کندهار او پکتيا کې عام بازارونه او د ولسي وکړو کورونه ټارکټ شول.
او په وروستي ځل پکتيکا کې د کورني کرکټ ټيم لوبغاړي په قصدي شکل د بريد موخه وګرځول شوه.
دا ټول عمليات د ملکي وکړو او سيمو د ساتنې، احتياط او تناسب اصلونو د څرکند نقض ښکارندوی دي.
دغه ډول د ډز بندۍ پر مهال بريد هم د نړيوالو اصولو (IHL) خلاف کړنه ده، د جګړې کوم لوری که غواړي، له ډز بندۍ څخه په شاتګ وکړي، نو مقابل به وړاندې له وړاندې د ډز بندۍ د پای څخه خبروي، خو پاکسناني پوځي رژيم دا اصل هيڅ په نظر کې نه نيسي او د ډز بندۍ پر مهال په ملکي افرادو او سيمو پريد کوي.
په خلص ډول : د پاکستان پوځي رژيم په روانو کشمکشونو کې په څرګند ډول د جګړې نړيوال اصولو (IHL)نقض کړي، جنګي او بشري جنايتونه يې تر سره کړي، له همدې کبله د داخلي فشار تر څنګ له نړيوال فشار سره هم مخ دی، د بشر حقوقو د څار نړيوال سازمان، د پاکستان پوځي رژيم د نړيوالو اصولو ناقض بللی او په حقيقت کې دا يوه عادلانه پرېکړه ده.


















