ذبيح الله مجاهد: د پکتیکا برید د جګړې د اوږدیدو هڅه ده؛ د ځواب حق لرو خو مجاهدین دې اوس له نويو تحرکاتو ډډه وکړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، سره له دې چې نن په دوحه کې له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو د ترسره کېدو ژمنه شوې وه، خو تېره شپه یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا د پکتیکا ولایت په ملکي سیمو هوايي بریدونه شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغه بریدونو کې یو شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
ښاغلي مجاهد ویلي، د افغانستان د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د خبرو لپاره دوحې ته تللی، خو په عین وخت کې د پاکستاني پوځ دا ډول کړنې د جګړې د اوږدېدو هڅه او د افغانستان د خاورې د حریم ښکاره نقض دی. هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، سره له دې چې کابل د پاکستاني پوځ د تهاجم او سرغړونو ځواب ورکولو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د مذاکراتي ټیم د درناوي په خاطر مجاهدینو ته لارښوونه شوې چې له هر ډول نوې نظامي تحرک څخه ډډه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان په سولهییز حل او سیمهییز ثبات باور لري، خو روان تاوتریخوالی د پاکستان له تکراري تجاوزونو راولاړېږي.



