چین د پرمختللې دفاعي ټیکنالوژۍ اعلان وکړ؛ F-35 پټېدونکي الوتکې هم کشف کولای شي 

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)

چین اعلان کړی، چې د ذراتو او شعاعو د کشف لپاره یې یو پرمختللی سېسټم اختراع کړی، چې د فوټونيکوانټومي فزیکي ټیکنالوژۍ پر بنسټ جوړ شوی دی. چینایي چارواکو ویلي، چې دغه سېسټم د هغو پټېدونکو الوتکو لکه F-35 کشف او څارلو وړتیا لري، چې له عادي رادارونو څخه تېښتېدلی شي.

چینایي چارواکي وايي، چې دغه ټیکنالوژي اوس د پراخ تولید په حال کې ده او نه یوازې د پوځي دفاع لپاره مهمه ده، بلکې په مخابراتو، فضايي څېړنو او نورو اړوندو برخو کې هم کارېدلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button