منظور پښتون: د پنجابي فوځ د پښتنو د نسلوژنې ترهګریزه پالیسي لا هم روانه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتون ویلي، چې د پنجابي فوځ د پښتنو د نسلوژنې او ترهګرۍ ضد په نوم د ظلمونو لړۍ لا هم روانه ده. نوموړي ویلي، په شمالي وزیرستان د میرعلي پېښه او وروسته د عامو خلکو، ښځو او ماشومانو وژنه د پاکستان د ریاستي پالیسیو مستقیمه پایله ده.
هغه زیاته کړې، چې د بنو په جاني خېل سیمه کې د پاکستاني پوځ د ډرون برید له امله یو بېګناه پښتون، سیفالله، په خپل کور کې ویده و، چې په نښه شو.
منظور پښتون وایي، په کرمه کې د فوځي عملیاتو له امله لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو او کورونو وتلو ته اړې شوې او دا مهال د کرمې د ولسونو احتجاجي پرلت په پېښور کې روان دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پکتیکا پر ملکي وګړو او کرکټ لوبغاړو د پاکستاني پوځ برید هم د ترهګرۍ څرګند عمل بللی او ویلي یې دي، چې دا د “ترهګرۍ ضد عملیات” نه، بلکې خپله ترهګري ده. هغه له نړیوالو، بشري بنسټونو او د ازادۍ ملاتړو خلکو غوښتی، چې د دغو ظلمونو پر وړاندې غږ پورته کړي.



