کورنیو چارو وزارت مرستیال: د پاکستان پوځي رژیم د ټرمپ په امر عمل کوي، د نیول شوې خاورې د بېرته ترلاسه کولو زمینه برابره شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم وروستي اقدامات د دوی په خپله خوښه نه، بلکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د خوست ولایت د نوي والي د پېژند غونډې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ټرمپ پر وړاندې بې‌ساري چاپلوسي کړې، چې د ده په وینا، د مسلمان نوم ته سپکاوی دی.

مولوي عمري همداراز ویلي، په سیمه کې د وروستي کړکېچ له امله داسې زمینه برابره شوې، چې افغانستان وکولای شي هغه خپلې خاورې بېرته ترلاسه کړي، چې د ډیورنډ فرضي کرښه پرې تېره شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button