د افغانستان او مالیزیا لومړیو وزیرانو د پاکستان له لوري د حریم د نقض پر موضوع خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند او د مالیزیا لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
د اسلامي امارت د مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم د نقض پر موضوع بحث شوی دی.
ملا محمد حسن اخند ویلي، افغانستان د جګړې پلوی نه دی، خو په دې وروستیو پېښو کې د جګړې پیل د پاکستاني لوري له خوا شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د افغانستان پلاوی دا مهال په دوحه کې له پاکستاني استازو سره د خبرو په حال کې دی، او اسلامي امارت د دغو خبرو د پایلو ته په درناوي منتظر دی.
د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د پیل هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د شخړو حل باید د ډیپلوماسۍ له لارې وشي. هغه همدارنګه له خپل اړخه د مرستې چمتووالی څرګند کړی، چې د افغانستان رئیس الوزراء د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې د تفاهم لپاره هڅې روانې دي.



