د ناروې په شمول ۲۰ اروپايي هېوادونو د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو غوښتنه کوي

 کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۴ل)

د ناروې په شمول ۲۰ اروپايي هېوادونو له اروپايي کمېسیون غوښتي، هغه افغانان چې په ناقانونه توګه په اروپا کې مېشت دي، یا په خپله خوښه او یا هم په زور بېرته افغانستان ته واستول شي. دغو هېوادونو ټینګار کړی چې که اړتیا وي، د دې هدف لپاره دې د افغانستان د اسلامي امارت له حکومت سره هم خبرې وشي.

اروپايي هېوادونه وایي، له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د بېرته ستنولو هېڅ رسمي تړون نه شته، او دا کار نه یوازې د هغو افغانانو شړل ناشوني کړي چې په جرمونو محکوم دي، بلکې د اروپايي هېوادونو د امنیت او د پناه غوښتنې د نظام پر اعتبار یې هم اغېز کړی دی.

د دغو هېوادونو په ډله کې اتریش، جرمني، یونان، سویډن، بلجیم، ناروې، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ شامل دي. دوی غوښتنه کړې چې د ناقانونه افغان کډوالو د اجباري او داوطلبه ستنولو لپاره یوه ګډه طرحه جوړه شي، ځکه د دوی په وینا دا وضعیت د اروپا د مهاجرت پر نظام د خلکو باور کمزوری کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button