انصارالله: د يمن د خلکو ستونزې او واقعيتونه دې په پام کې ونيول شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ یوه لوړپوړي چارواکي “عبدالسلام جحاف” په یوه پیغام کې د عربي او اسلامي امت له خلکو غوښتي چې د یمن د موضوع په اړه د هر ډول دریځ له جوړولو مخکې د یمن د خلکو د تېرو یوولسو کلونو ستونزې او واقعیتونه په پام کې ونیسي.
په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي چې د یمن خلک له څه باندې یوولسو کلونو راهیسې له پوځي عملیاتو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو سره مخ دي. د بیان له مخې، دغو پېښو د ګڼ شمېر ملکي وګړو ژوند اغېزمن کړی او د هېواد پر بنسټیزو زېربناوو او عامه تاسیساتو یې هم منفي اغېزې کړې دي.
په پیغام کې دا ادعا هم شوې چې د هېواد طبیعي او ملي شتمنیو ته زیان رسېدلی، د یمن په ځینو سیمو کې بهرنی نفوذ زیات شوی او د بېلابېلو ډلو ملاتړ د اقتصادي او بشري ستونزو د پراخېدو لامل ګرځېدلی دی.
پیغامو کې ویل شوي، چې د یمن خلکو له سختو شرایطو سره سره خپل مقاومت ساتلی او د خپلواکۍ، ملي هویت او عزت د دفاع لپاره یې هڅې دوامداره ساتلې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د یمن هر ډول اقدام د خپلو حقونو د ترلاسه کولو، د خلکو د ستونزو د کمولو او د ملي حاکمیت د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي او د نورو عربي او اسلامي ملتونو پر ضد نه دی. د هغه په وینا، د یمن خلک له نورو عربي او اسلامي هېوادونو سره ژور دیني، تاریخي او ورورولیزې اړېکې لري.
په پای کې د عربي او اسلامي هېوادونو له خلکو غوښتنه شوې چې د یمن موضوع ته د عدالت او انصاف له لیدلوري وګوري، د تبلیغاتي روایتونو تر اغېز لاندې رانشي او د موضوع په اړه د بېلابېلو سرچینو او لورو دریځونه هم واوري.

مربوطه مطالب

Back to top button