پخوانی صهیونیستي لوی درستیز: لبنان د اسرائیلي لومړي وزیرانو سیاسي هدیره ګرځېدلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسرائیلي رژیم د پوځ پخواني لوی درستیز “ګادي آیزنکوټ” ویلي چې اسرائیل د بنیامین نتنیاهو د شخصي اندېښنو او سیاسي محاسبو تر اغېز لاندې راغلی دی.
هغه ویلي، چې لبنان د اسرائیلي لومړي وزیرانو لپاره په “سیاسي هدیره” بدل شوی، او زیاته کړې یې ده: «لبنان د مناخیم بګین، ایهود اولمرټ او اوس د بنیامین نتنیاهو لپاره سیاسي هدیره ده.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د راپورونو له مخې د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي پوځ او حزبالله ځواکونو ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې دوام لري.
د اسرائیلو د “کان” شبکې د راپور له مخې، د لبنان د جنوب د بیت یاحون په سیمه کې د یوې نښتې پر مهال د حزبالله یوه جنګیالي پر اسرائیلي سرتېرو لاسي بم غورځولی چې له امله یې د یوه افسر په ګډون څلور پوځیان وژل شوي دي.
اسرائیلي پوځ هم په یوه اعلامیه کې منلې چې په دې پېښه کې یې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



