امریکا: ایران کې مو د توغندیو او ډرون اډې ویشتلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې په ایران کې یې د توغندیو او ډرون الوتکو د اډو په ګډون یو شمېر پوځي اهداف ویشتلي دي.
په یوه اعلامیه کې چې د واشنګټن پر وخت د جمعې په شپه (د جون ۲۶مه) خپره شوې، ویل شوي چې امریکایي ځواکونو دا بریدونه په ځوابي اقدام کې کړي دي، وروسته له هغې چې د هرمز تنګي په سیمه کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ برید شوی و.
سنټکام زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د ایران د توغندیو او ډرون ساتنې ځینې موقعیتونه او همدارنګه یو بندري رادار هم په نښه شوی دی.
د متحده ایالاتو پوځ دغه راز ویلي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د سنګاپور په بار وړونکې کښتۍ باندې د ایراني ځواکونو تیری د واشنګټن او تهران تر منځ د اوربند له پرېکړې ښکاره سرغړونه ده او دا ډول اقدامات د نړیوالو سمندري لارو د امنیت لپاره جدي خطر پېښوي.



