بهرنیو چارو وزارت: د نړۍ په ټولو هېوادونو کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د پراخېدو هڅې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وایي، بهر مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پراختیا د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړي ویلي، هڅې روانې دي څو په ټولو هېوادونو کې افغان وګړو ته د اسنادو او نورو کونسلي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شي.
جلالي زیاته کړې، که څه هم د کونسلي خدمتونو د پراخولو لپاره هڅې دوام لري، خو د ځینو افغان سفارتونو د تړل کېدو له امله بهر مېشتو افغانانو ته د خدماتو وړاندې کول له یو شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ دي.



