ټرمپ: ایران له اوربند سرغړونه کړې د غبرګون په صورت کې به یې پایلې وویني

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ادعا کړې، چې ایران د هرمز تنګي په سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو له لارې د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې او خبرداری یې ورکړی که واشنګټن غبرګون وښيي، تهران به یې پایلې وویني.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بېپیلوټه الوتکې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو پر لور توغولې دي. د هغه په وینا، امریکايي ځواکونو درې بېپیلوټه الوتکې راغورځولې، خو یوه بله له یوې سترې سوداګریزې بېړۍ سره لګېدلې او زیان یې ورته اړولی دی.
هغه ټینګار کړی،چې دا اقدام د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او زیاته یې کړه: «دوی باید دا کار نه وای کړی. که موږ غبرګون وښیو، ډېر ژر به یې پایلې وویني.»
ټرمپ تر دې وړاندې هم په خپلې ټولنیزې شبکې کې ورته ادعاوې کړې وې او ایران یې د سیمې د امنیت د ګواښلو او د نړیوالو سمندري لارو د بېثباته کولو په هڅو تورن کړی و.
تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



