استانبول کې د افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد ابراهیم غضنفر، د افغان سوداګریز پلاوي په مشرۍ د ترکیې–افغانستان د ګډې سوداګریزې شورا په غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه د استانبول په ښار کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، پانګهوالو او د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې ترسره شوه.
غضنفر په افغانستان کې د ګډو پانګونو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ترکي پانګهوالو او صنعتکارانو یې وغوښتل چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د غونډې په ترڅ کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ څو تړونونه هم لاسلیک شول، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د ګډو پانګونو زیاتول دي.



