د ایټالیا لومړۍ وزیره: د ایران پر ضد مو عملیاتو کې برخه نه ده اخیستي ټرمپ درواغ وایي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایټالیا لومړۍ وزیرې “جورجیا میلوني” ویلي،چې هېواد یې د ایران پر ضد په هېڅ پوځي عملیاتو کې ګډون نه دی کړی او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
میلوني دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې امریکایي ولسمشر “ټرمپ” ادعا وکړه، چې ځینو اروپايي هېوادونو، د ایټالیا په ګډون، امریکا ته اجازه ورکړې وه چې د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره د دوی له پوځي اډو استفاده وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې ټرمپ لکه د تېر په څېر یوځل بیا درواغ ویلي دي موږ له ایران سره دوستانه اړېکې لرو او له ټرمپ غوښتنه کوو، چې خپلې خبرې بیرته واخلي.
په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر “انتونیو تایاني” هم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر “سید عباس عراقچي” سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د ایټالیا پوځي اډې د ایران پر ضد په عملیاتو کې نه دي کارول شوې.



