سپاه پاسداران د امریکا بریدونو ته غبرګون کې؛ څو امریکایي پوځي مرکزونه په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکایي پوځ مرکزونه په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران ویلي،چې د تهران او واشنګټن د هوکړې له مخې په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ کنټرول د ایران په واک کې دی.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې که امریکا بیا برید وکړي، د ایران ځواب به تر دې هم پراخ او سخت وي.

مربوطه مطالب

Back to top button