۲۱ کسیز افغان سوداګریز پلاوی د چین د ماشینرۍ په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د معلوماتو له مخې، د دغې خونې د غړي، محمد هارون لودین، په مشرۍ د افغان سوداګرو ۲۱ کسیز پلاوی د چنګدو ښار د ماشینرۍ په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی دی.

دغه نندارتون د جون له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې ترسره کېږي او په کې د وسپنیزو تولیداتو ترڅنګ د ودانیزو چارو بېلابېلې پرمختللې ماشینرۍ او صنعتي تجهیزات نندارې ته وړاندې کېږي.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې په وینا، د افغان سوداګرو ګډون د نوې ټکنالوژۍ، صنعتي تجهیزاتو او سوداګریزو همکاریو د فرصتونو د ارزونې او د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button