حماس: پر اشغالګرو دې د تړون منلو لپاره فشار واچول شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي “اسماعیل رضوان” له منځګړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې پر صهیونیستي اشغالګر رژیم فشار راوړي څو د اوربند تړون ټول شرایط ومني او عملي یې کړي.

نوموړي ویلي، چې حماس د تړون ټولو جزئیاتو ته ژمن ده؛خو د اسرائیلو تکراري سرغړونې د سولې بهیر له جدي ګواښ سره مخ کوي.

رضوان زیاته کړه، که اشغالګر د تړون له چوکاټه ووځي فلسطیني مقاومت به اړ شي چې مناسب او قوي غبرګون وښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button